1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت قوماندان وژل شوی

۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

استخباراتي چارواکو او د اسلامي دولت دوو قوماندانانو د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یو مشر د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی. دغه کس په افغانستان او پاکستان کې د داعش مشر وو.

https://p.dw.com/p/1FxIW
انځور: picture-alliance/abaca

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې حافظ سعید، د هغو ۳۰ تنو په ډله کې وو چې د جمعې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

په عین حال کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پورې ټړلو دوو قوماندانانو چې ادعا کوي د برید په سیمه کې حاضر وو، تایید کړې ده چې سعید په دغه برید کې وژل شوی دی.

ویل کیږي چې اوس هم د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې پیاوړی حضور نه لري او د سعید له وژل کیدو سره په سیمه کې د دغې ډلې فعالیتونو ته سخته ضربه وارده شوې وي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوې بیانیه کې راغلي دي: «حافظ سعید چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامې دولت ډلې مشر وو تیره شپه د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژل شوی دی.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید په پایله کې چې د داعش ډلې پر یوې غونډې باندې وشو ۳۰ کسان ووژل شول چې په کې د هغوی مشر حافظ سعید هم شامل دی.»

د اسلامي دولت هغو غړو چې له یوه نامعلومه ځایه یې له فرانسې خبري آژانس سره د تیلفون له لارې خبرې کړې دي ویلي دي چې هغوی د برید پر مهال په سیمه کې حاضر وو. دغو کسانو چې پخوا یې د طالبانو ډلې پورې تړاو لاره ویلي دي چې د برید پر مهال په سیمه کې د قوماندانانو یوه غونډه روانه وه. هغوی زیاته کړې ده چې سعید تر برید لږ وروسته خښ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب