1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان او ايران کي د ډيري واوري د اوريدو له کبله ډير انسانان وژل سوي دي

۱۳۸۶ دی ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان په لويديز کي د سختي واوري د اوريدو او ښويدو له امله لږترلږه کسان وژل سوي، او ۱۶تنه نور ورک دي ...

https://p.dw.com/p/DK7Q
انځور: AP

دغه خبر پرون افغاني مقاماتوورکۍ. ددغه ناورين سره تر ټولو دمخه هرات غور او شينډنډ مخامخ دي.

د هرات د ولايت په يوه ناحیه زنده جان کي د ډيري واوري د کوټي کيدو له امله يو کور ونړيدﺉ، او ټول اته نفره یې مړه سول .

په بادغيس کي د ملګرو ملتو يو کاروان چي د ۲۵۰پوليسو لخوا بدرګه کيږي، د ډيري واوری له امله بند پاته دﺉ .

په همسايه هيواد ايران کي هم د ۴۰کلو راهيسي د تر ټولوډيری يخنۍ او سړو له کبله ۸ نفره وژل سوي دي .

د طبيعي آفاتو د ادارې د معلوماتو پر اساس دغه اته موټر چلونکي په مختلفو ځايو کي يخی سوي دي .

ددغه هيواد په ۱۸ ولايتو کي تقريبآ ۴۰ زره موټروانان د واوري د اوريدو له امله دډيروخت دپاره په واورو کي بند وه .د ايران په لويديز کي د هوا درجه تر منفي ۲۴ درجو پوري راکښته سويده .