1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افريقا کي پانګه اچول دواړو خواوو ته ګته لري

۱۳۸۸ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د لسيزو راهيسي هغه روانې هڅي چي موخه يې د افريقايي هيوادونو څخه صنعتي توليدي مرکزونه جوړول ول ناکامه سوي دي...

https://p.dw.com/p/KxO3
ددې به يوه گټه داوي چي پدوغو هيوادونو کي چيري چي د بې روزگارۍ ستونزي ډيري جدي دي زيات خلک روزگار ترلاسه کړي
ددې به يوه گټه داوي چي پدوغو هيوادونو کي چيري چي د بې روزگارۍ ستونزي ډيري جدي دي زيات خلک روزگار ترلاسه کړيانځور: picture alliance/dpa

اوس په ‌ډاگه دا حقيقت د کارپوهانو لخوا منل کيږي چي د افريقا بقا په صنعت کي نه بلکه په زرعت او کرهڼه کي ده او داچي افريقايي هيوادونه بايد د زراعت د پراخولو له لاري د خوراکي توکو د کمښت يا نيستۍ مخه ونيسي.

دا خو ښه خبره ده. ليکن پوښتنه دا رامنځ ته کيږي چي څنگه؟ د افريقا کښتگر د خپلو دوديزو کښتگرو ميتودونو له لاري يوازي دومره حاصلات کولای سي چي خپلې کورنۍ اړتيا په پوره کړلای سي. د افريقا کښتگر صنعتي کښتگر نه دي چي دومره زيات زرعتي توليد وکړلای سي چي دباندي يې ولېږدولای سي. ددغه کار لپاره نه يوازي جديده ماشينانو ته اړتيا سته بلکه نوي او عصري زراعتي پوهې او مېتودونو ته. په تآصف سره چي بايد وويل سي چي حتی د پنځوسو کلنو راهيسي خپلواکي ترلاسه کوونکي زيات افريقايي هيوادونه لا پدې ندي توانېدلي چي دغه اړين عصري زرعتي علم او ماشينونه ترلاسه کړي. ددې تر څنگ د افريقا زيات زراعتي کارپوهان يا خو اروپا ته ځي او هلته کار کوي او يا هم د امريکا متحده ايالتونو ته. ولي چي په خپلو هيوادونو کي دوی د نه بسيا تنخواؤ، د کار د سختو شرايطو او د ناسم زراعتي پاليسيو د ستونزو سره مخامخ وي.

له همدې وجي په دغو هيوادونو کي د بهرني صنعتي زراعتي شرکتونو رامنځ ته کېدل ددغو هيوادونو لپاره د گواښ نه بلکه د يوه ښه چانس مانا درلودلای سي. که دغه افريقايي هيوادونه خپلې هغه سترې زراعتي مځکي چي خپله سم کار نه سي ځندي اخيستلای نورو هيوادونو لکه سعودي عربستان، چين او يا هم لوېديځه هيوادونو ته په اجاره ورکړي او يا يې هم پر وپلوري نو دغه د دوی لپاره زياتي گټې درلودلای سي. خو پدې شرط چي ددغو هيوادونو حکومتونه د اجاره ورکولو پر وخت سم او دخپل اولس په نفعه تړونونه لاسليک کړي.

ددې به يوه گټه داوي چي پدوغو هيوادونو کي چيري چي د بې روزگارۍ ستونزي ډيري جدي دي زيات خلک روزگار ترلاسه کړي. هغه پدې وجه چي که چين وي او که بل هيواد که هغه په افريقا کي يو زرعتي فارم جوړوي نو هغه ته به د کار لپاره چينايي وگړي نه راولي بلکه پدغو فارمونو کي به ځايي خلک په کار اچول کيږي. ددې تر څنگ به هغه افريقايي هيوادونو چي خپلې مځکي په اجاره ورکوي د کرهڼې د نوو ميتودونو سره اشنا سي او وبه کولای سي چي پخپله ددغو ميتودونو څخه کار واخلي. ددغو زراعتي فارمونو څخه لاس ته راتلونکي ماليې به هم د افريقايي هيوادونو بوديجې جگي کړي تر څو هغه په تعليمي او صحي برخو کي پانگونه وکړلای سي.

افريقايان وايي چي موږ ته کبان مه راکوئ بلکه د کبانو د نيولو چل رازده کړئ. او دهغه يوه لاره د تجارتي زرعتي فارمونو ده چي په ترڅ کي يې دغه هيوادونه پخپله يو وخت د زراعت نوي ميتودونه د توليد لپاره په کار اچولای سي. موږ بايد په دې برخه کي پرېکړه پخپله افريقايي هيوادونو ته پرېږدو.

Schadomsky, Ludger/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل