1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افريقا کي يو ميليون انسانان بې ځايه سوي»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

ملګري ملتونه وايي چي د مرکزي افريقا جمهوريت په شخړو کي بايد ژر تر ژره مداخله وسي. د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخي په دغه هيواد کي د وسله والو ډلو ترمنځ جنګونو له کبله تر يو ميليون زيات انسانان بې ځايه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AlAT
انځور: Sia Kambou/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کي چي د جمعې په روځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۳) خپور سوی دی، راغلي دي چي په مرکزي افريقا جمهوريت کي د جنګونو له کبله نزدې يو ميليون انسانان د خپلو مېنو پرېښوولو ته اړ سوي دي. د بې ځايه سوو کسانو نيمايي يې پلازمېني «بانګويي» ته پناه وړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) يوې وياندي باربرا بلوچ، د راپور تر خپرېدلو وروسته وويل: «د نوو وسله والو نښتو له ډاره خلک په خاشو کي پټ سوي دي.»

په دغه هيواد کې جګړې د تيرکال په مارچ مياشت کي هغه مهال زور واخيست چي د «Seleka» په نوم وسله والي ډلي د زور زياتيو په پايله کي د دغه هيواد جمهور رييس فرانسوا بوزيزې، را و پرځاوه.

د بوزيزې، تر راپرځېدو وروسته ميشايل جوپوتي، د لومړي مسلمان جمهور رييس په توګه يو موقت حکومت جوړ کړ. وروسته بيا جوپوتي، د «Seleka» وسله واله ډله منع اعلان کړه. په دغه هيواد کي د قدرت پر سره مبارزه د مسلمانانو د اقليت او عيسوي اکثريت ترمنځ رانه ده.

وسله وال يرغلونه په دسمبر مياشت کي له هغه وروسته زيات سول چي د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک ملاتړ ته د افريقايي اتحاديې او فرانسې ځواکونه ورغلل.

ملګري ملتونه: اضافي ځواک ته اړتيا ده

ملګري ملتونه په مرکزي افريقا جمهوريت کي د «قانون د بشپړ ماتولو او بې نظميو» په خاطر په تازه رپوټ کي د اضافي ځواکونو مرسته غوښتې ده. په راپور کي راغلي دي چي دغه ځواکونه به بې ځايه سوو خلکو ته په رسېدګۍ کي مرسته وکړي.

په راپور کي راغلي دي چي په پلازمېنه بانګوی کي هغه سيمي چي وسله والي نښتي پکښې رواني دي او هغه هوايي ډګر چي د افريقايي اتحاديې او فرانسې ځواکونه پکښې مېشته دي، دغه ځواکونه يې د ساتلو توان نه لري.

ملګرو ملتونو ويلي دي چي بې ځايه سوو کورنيو ته د مرسته رسولو په مخکي اوږد واټن خنډ دی.

په مرکزي افريقا جمهور ريت کي د تيري مياشتي له لومړيو راهيسي تر ۱۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

اروپايي ټولني دغي سيمي ته د وسلو له صادراتو او ځواکونو له لېږلو څخه ډډه کړې ده.