1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائیلو کې د «اسلامي دولت» یوه هسته شنډه شوه

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۹, دوشنبه

د اسرائیلو استخباراتي ادارې په لومړي وار د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» یوه هسته بربنډه کړې ده. په عین وخت کې د اسرائیلو په هوايي برید کې په سوریه کې د حزب الله شپږ جنگیالي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1EMTI

د اسرائیلو د استخباراتي ادارې «شین بیت» د وینا له مخې، د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» اووه مشکوک غړي آن د ۲۰۱۴م کال په نومبر او دسمبر میاشتو کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې هغوی اوس هم په یوه تروریستي ډله کې د غړیتوب په تور په حیفا کې محاکمه کیږي. دغه مشکوک کسان عربان دي چې د اسرائیلو تابعیت لري. په دغو کسانو کې د «الناصره» یو مدافع وکیل هم شامل دی.

«د سر پریې کولو تمرین»

د اسرائیلو د استخباراتو د معلوماتو له مخې، دغو تورنو کسانو د «اسلامي دولت» د ايډيالوژۍ په هکله بحثونه کړي او د سوريې جنگي سیمو ته يې د سفر کولو د پلان بندو بست کړی دی.

د اسرائیلو د استخباراتي ادارې «شین بیت» په معلوماتو کې راغلي دي چې په سوریه کې د جنگي عملیاتو له پاره د تیاري د یوې برخي په توگه تورنو کسانو «څاروي حلال کړي دي» څو د « کافرانو» د سرونو پرېکول تمرین کړي.

«اسلامي دولت» ډلې د سوريې او عراق د کورنۍ جگړو د سیمو په یوه برخه کې «خلافت» جوړ کړی دی. دغه افراطي سني ډله، د نورو ادیانو او مذهبونو له پیروانو سره له سخت وحشت او بیرحمي څخه کار اخلي. دغه ډله په سوریه کې نه یوازي د ولسشمر بشار الاسد رژ یم، بلکي د نورو یاغي ډلو پر ضد هم جنگیږي.

د حز ب الله جنگياليو پر ضد سخت گذار

په عین وخت کې په سوریه کې پر یو کتار باندي د اسرائیلو د هوايي بمباریو په نتیجه کې د لبنان د حزب الله د ډلي شپږ جنگیالي وژل شوي دي. دغه شعیه ډله، په سوریه کې د اسد رژیم ملاتړ کوي. د اسرائیلو امنیتي کړیو دا خبره ومنله چې پوځ په یو يرغل کړی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چی د اسرائیلو یوې څرخې الوتکې، د اسرائيلو له خوا اشغال شوو د «گولان تپو» ته څیرمه د حزب الله پر نقلیه وسایلو برید وکړ.

جهاد مغينه
جهاد مغينهانځور: Mehr

له لبنان څخه خپاره شوي اطلاعات وايي چې په دې برید کې د حزب الله د یوه پخواني پوځي قوماندان عماد مغنیه زوی، «جهاد مغنیه» او د حزب الله یو بل لوی قوماندان په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

عماد مغنیه په ۲۰۰۸م کال کې په دمشق کې په یوه چادونه کې ووژل شوو. په هغه وخت کې حزب الله د دغي چاودني پړه پر اسرائیلو واچوله. اسرائیلو دا خبره رده کړې ده. په ۲۰۰۶م کال کې د اسرائیلو او حزب الله تر منځ ۳۴ ورځي جنگ هم وشو.