1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استراليا کي مهاجرو خپل کمپ ته اور اچولی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲, جمعه

د استراليا په ستر ښار سيدني کښي د مهاجرو په يو کمپ کښي وروسته تر هغه اور بل سو چي تر يوه کال ځند وروسته هم هلته د پرتو مهاجرو ږغ وا نه وريدل سو.

https://p.dw.com/p/112Jz
د ويلا ؤډ د مرکز ۴۰۰ مهاجرين د تقريبأ يوه کال راهيسي ددوی د پناه غوښتني د عريضو څيړلو ته منتظر دي
د ويلا ؤډ د مرکز ۴۰۰ مهاجرين د تقريبأ يوه کال راهيسي ددوی د پناه غوښتني د عريضو څيړلو ته منتظر ديانځور: AP

د افغانستان ، پاکستان او ايران تقريبأ۱۰۰ تنه مهاجرين د خپلو کمپو بامو ته وختل او د خپلو مشکلاتو په باب يې خبري کول وغوښتل. خو کله چي يې غوښتنه د مهاجرينود ادارې لخوا رد سوه ، په سيدني کښي يې د خپل کمپ ودانيو ته اور ور واچاوه.

وروسته يې کمپ ته رانژدې کيدونکې اطفائيه د لرګو په ټوټو او بام په ډبرو وويشتل. د کمپ پخلنځای او صحي مرکز کاملاً وسوځيدل. د مهاجرينو د ادارې وياند سنډي لوګان ددغي پيښي په اړه وويل:

«دا يوه ډيره سخته شپه وه . د نيو سوت واليس پوليس ، اطفائيې او د روغتون د موټرانو دپاره ډيره سخته وه ، چي حالت تر کنټرول لاندي راولي . هري خواته اورونه بل وه ، ډير شيان خراب سول. موږ ته اوس معلومه سوه چي په کمپ کښي ټولو کسانو ته څه ندي پيښ سوي . دا بيخي د تعجب خبره ده چي هيڅوک ونه سوځيدل.»

د مرستندويه سازمان سوسيال جسټيک نېټ ورک څخه جمال داؤد ددغي شپې کشمکشونه داسي بيانوي:

«په اوله کښي سهار د مهاجرينو يوه ډله د کمپ د ودانۍ سر ته وختل اود مهاجرينو د ادارې سره يې د کمپ د حالت په باب د خبرو غوښتنه وکړه . خو هيچا نه غوښتل د هغو سره خبري وکړي. تر هغه وروسته حالت د کنټرول څخه ووتی ، د کمپ اوسيدونکو پر امنيتي قواوو باندي حمله وکړه او هغوی وتښتيدل. بيا نو ډيرو ودانيو ته اورونه واچول سول. اول پخلنځای، بيا شعبو او کمپيټرانو ته . ډير هغه کسان چي نه يې غوښتل احتجاج وکړي ، په بيره کښي وه . دوی د دوده په ډکه فضا کښي لږ ساه ايستلای سوای.»

د ويلا ؤډ د مرکز ۴۰۰ مهاجرين د تقريبأ يوه کال راهيسي ددوی د پناه غوښتني د عريضو څيړلو ته منتظر دي. په دغه ټوله وخت کښي دوی نسي کولای د کمپ څخه ووزي ، چي د ريفوجي اکشن کواليش څخه د براهمي جګان په نظر دا يو غير انساني حالت دي.

دی وايي چي يو وخت به دوی طبعاً خپل قهر پدې ډول سره اظهار او د تشدد او زور د رامنځته کيدو سبب به وګرځي.

اسټرليا مهاجرين د هغوی د پناهندګۍ د عريضو د څيړلو تر پايه پوري په کمپو کښي ساتي او نسي کولای د هغو څخه ووزي.

همدا تيره مياشت هم د تشدده ډک احتجاجونه رامنځته سوي وه .هغه وخت په اسټرليا پوري مربوط د کرسمس په جزيره کښي پناهندګانو د خپل کمپ د خرابو شرايطو پر ضد احتجاج کړی ؤاو ودانيو ته يې هم اورونه وراچولي ول.

شميت/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل