1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کی د روما ياجټانو لالهانده ژوند

۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبه

روما چي څوک ورته «جټان» هم وايي د اروپا هغه لږکي دي چي مختلفو هيوادونو کي د کډوالي ژوند تيروي. ويل کيږي چي هغوي له پيړيو را په د يخوا له هند څخه اروپا ته کډه شوي دي، خو لا تراوسه په اروپايي ټولنه کي سم ادغام شوي نه دي

https://p.dw.com/p/PdGQ
په آلمان کی د روما د يوی کورنی ژوند چی په یوه صحرایی کوټه کی ژوند کوی
په آلمان کی د روما د يوی کورنی ژوند چی په یوه صحرایی کوټه کی ژوند کویانځور: picture alliance/dpa

د اروپايي لږکيو، روما يا جټانو، د ژوند د ښه کولو لپاره پرون او نن په بخارست کي د اروپا د اتحاديي يو کنفرانس داير شوي ترڅو د هغوي د کډوالي لالهانده ناورين ته خاتمه ورکړي.

د اقليتونو د ادغام په موخه د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولای شي چې له بېلابېلو وجهي صندقونو څخه ګټه واخلي. تر ټولو مهم صندوق يو جوړښتيز صندوق دی. اروپايي ټولنې ته له بهر څخه د راغلو انسانانو لپاره د ادغام او کډوالو صندوقونه هم په نظر کې نيول شوي دي. خو داسې ښکاري چې د بروکسل د دغو صندوقونو په برخه کې ډېره لېوالتيا نشته. دغه ګيله د اروپايي ټولنې د ټولنيزو چارو کميسار لاسلو اندور د اروپا د پارلمان د يو پلاوي په وړاندې څه موده مخکې وکړه.

هغه وویل: «زه غواړم ټينګار وکړم چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه په ګډه مسووليت لري. جوړښتيز صندوقونه يوه ډېره ښه آله ده تر څو له ملي هڅو څخه په اروپا کی د روما لږکیو د وضعې د ښه کولو په برخه کې ملاتړ وشي. خو د اروپايي ټولنې له صندوقونو څخه کافي ګټه نه اخيستل کيږي او يا سم په کار نه اچول کيږي.»

داسې ښايي چې په تېره بيا هغه هېوادونه چې د روما جټانو لوی اقليتونه لري، د اروپايي ټولنې له پيسو څخه ګټه نه اخلي: د اندور د دفتر په وينا د ساري په توګه رومانيا يوازې يوه سلنه او بلغاريا پنځه سلنه د اروپايي ټولنې د ټولنيزو چارو له صندوق څخه ګټه اخلي. دا يو جوړښتيز صندوق دی چې په مرسته يې د هغو اقليتونو ساتنه کيږي چې مرستو ته ډېر اړ دي. په منځنۍ کچه نور اروپايي هېوادونه ورڅخه شپاړس په سلو کې ګټه اخلي. خو داسې نه ده چې د اروپايي ټولنې له عرضه شويو پيسو څخه د ګټه اخيستلو مکلفيت هم شته. دغه خبره د اروپا په پارلمان کې د مسيحي سوسيال ګوند استازی مانفرېد وېبر کوي.

دا هغه روما یا جټان دی چی په بوزنیا ۰ هرزیګونیا کی ژوند کوی
دا هغه روما یا جټان دی چی په بوزنیا ۰ هرزیګونیا کی ژوند کویانځور: Mirsad Camdzic

«موږ هيله لرو چې د پيسو په اختيار کې ورکولو د لارې به د ګټې اخيستې لپاره پوره هڅونه شوې وي. د ادغام په چارو کې پرېکړنه خبره دا هم ده چې: د پاس خوا نه امر نه شي کېدای، بلکه هغه بايد په سيمه کې، د ښارونو او ټولنو لخوا عملي شي. په دې برخه کې ابتکار او نوښت ته اړتيا شته.»

اروپايي کميسيون د کار يوه ډله هم ګمارلې ده. هغه بايد د کال تر پايه پورې په مشخصو هېوادونو کې په دې باندې څېړنه وکړي چې اصلي ستونزې کومې دي. کميسيون همداراز غواړي چې د رومایا جټانو د ادغام مساله د 2020 م کال لپاره د ټاکل شويو ټولنيزو او د کار د بازار د سياست په چوکاټ کې راغلو مقرراتو کې داخله کړي. دغه خبره کميسار اندور وکړه:

«زه هيله لرم چې غړي هېوادونه به لوړ او دقيق هدفونه د روما په برخه کې ځان ته وټاکي، په داسې حال کې چې هغوی په ملي کچه د 2020 کال پر هدفونو باندې کار کوي، لکه د بې وزلۍ په وړاندې مبارزه، کارموندنه، او ښوونه او روزنه. د کار موندنه بايد د روما په برخه کې په تاکيد سره ياده شي. خبره نه يوازې د بې وزلۍ پر وړاندې مبارزې ده، بلکې ټولنيز ادغام هم په کې راځي. موږ بايد د دې غم وخورو چې روماد کارموندنې د پراخ کمپاين په ترڅ کې په څرګند ډول ياد شي. په دې برخه کې بايد يو څرګند پرمختګ وشي.»

«په اروپايي ټولنه کې د روما یا جټانو د شبکې د ټولنې» په وينا په بلغاريا کې هر درېيم روما جټ بې کاره دی. په رومانيا کې د ملي احصايو له مخې حتی درېيمه برخه روما جټان په دواملرونکي ډول کار او روزګار نه لري.

اسلبخ/ صابر

کتونکی: عبدالباري حکيم