1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د مهاجر ماشومانو ډېره برخه افغانان دي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

په ۲۰۱۵م کال کې کابو ۹۰ زره ماشومان او تنکي ځوانان بې له میندو او پلرونو د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته ورغلي دي. په پاريس کي بيا د مهاجرو يو کمپ خالي سوی او دوی نورو ځايونو ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IgqE
په اروپا کي مهاجر ماشومان
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د اروپایي اتحادیې د احصایې ادارې یورو شتات، د معلوماتو له مخې په دې سره دومره زیاتو کم سنه ماشومانو د پناه غوښتنه کړې ده لکه د ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې چې یې کړې وه.

د رپوټ له مخې د ۸۸۳۰۰ کسانو څخه یې ۹۱ سلنه ځوانان ول چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۷ کلونو تر منځ ول. د دغو کسانو ۵۱ سلنه افغانان دي. د یوروشتات د معلوماتو له مخې سویډن د ۳۵۰۰۰ بې میندو او پلرونو ماشومانو د پناه غوښتنه ثبت کړې ده. آلمان بیا د ۱۴۴۰۰، هنگري د ۸۸۰۰ او اتریش بیا د ۸۳۰۰ تنو پناه غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.

په پاریس کې مهاجر کمپ خالي شوی

پولیسو د دوشنبې په ورځ د پاریس مېترو ستیشن ته څیرمه له مؤقتي کمپ څخه تر زرو زیات مهاجر ایستلي دي. دا په تیرو څو میاشتو کې دریم ځل دی چې دغه کمپ له مهاجرو خالي کیږي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دوشنبې په سهار تر شپږو بجو وروسته په دغه کمپ کې اوسیدونکي کسان په سرویسونو کې نورو هستوگنځایونو ته انتقال شول. آژانس د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغه کمپ بې له کومه ستونزه خالي کړای شو.

د پولیسو په وینا یوه شپه مخکې په دغه کمپ کې ۵۰۰ مهاجر شمېرل شوي ول، خو د دوشنبې په سهار په دغه ځای کې ۱۳۵۰ تنه راټول شوي ول. پولیس داسې اټکل کوي چې ښایي د پاریس له نورو څنډو څخه د راغلو کسانو له کبله دغه شمیر لوړ شوی وي.

شا او خوا ۱۵۰ پولیسو په دغه ماموریت کې ونډه درلوده چې مهاجرو نورو ځایونو ته انتقال کړي. زیاتره مهاجر د سوډان او افغانستان ول. یوه ۲۴ کلن افغان مصطفی چې له یوې میاشتې راهیسې په دغه کمپ کې اوسید وویل: «موږ خوشحاله یو چې دا ځای پریږدو. دلته به په کمپ کې هره شپه جنگ وو.»

د عبدالله په نوم یوه بل افغان مهاجر ویلي دي چې هیله من دی چې په پاریس کې اوږده موده پاته شي. هغه ویلي دي چې نور یې بریتانيا ته د رسیدو هیله له لاسه ورکړې ده. هغه ویلي دي: «دا ښه هیواد دی.»

په ۲۰۱۵م کال کې کابو ۸۰ زره کسانو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو دغه هیواد د خپلو نورو اروپایي گاونډیو په پرتله په تیرو ۱۸ میاشتو کې د مهاجرو له ستري څپې څخه ډیر نه دی اغېزمن شوی.

په فرانسه کې د مهاجرو اصلي کمپ د کالې په سیمه کې دی چې د «ځنگل» کمپ په نوم هم یادیږي. د مرستندویه سازمانونو په وینا اوسمهال هم په دغه کمپ کې ۵۰۰۰ مهاجر شته خو حکومت وایي چې دغه شمیر زیات ښوول شوی دی.