1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي له ښځو سره تاوتريخوالی

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۶, جمعه

د یوه تازه رپوټ پر اساس د اروپايي ټولني په هیوادونو کې هم ښځي پر جنسي تیري سربیره وهل او ټکول کیږي. دغه رپوټ د اروپايي اتحاديي د اساسي حقونو ادارې له خوا ترتیب شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BLkT
انځور: picture-alliance/dpa

دغه رپوټ د اروپايي اتحاديي د اساسي حقونو ادارې یا(EU Fundamental Rights Agency) د تیري چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۵ نیټه) وړاندي کړ. دغه رپوټ د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کې د ښځو د وضعیت په هکله یو څېړنیز رپوټ بلل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې د اروپايي اتحاديي په غړو هیوادونو کې د هرو دریو ښځو له جملې څخه یوه يې د جنسي تیري ښکار یا هم له بدني تشدد (وهل او ټکول) سره مخامخ کیږي. د ښځو پر وړاندي د زوریاتي په برخه کې دغه رپوټ په نړیواله کچه تر ټولو لوی تحقیقاتي رپوټ گڼل شوی دی.

د اروپايي اتحاديي د اساسي حقونو ادارې د اروپايي اتحاديي له ټولو غړیو هیوادونو څخه اعداد او ارقام را ټول کړي دي. د دغه رپوټ د جوړولو له پاره له ۴۲۰۰۰ ښځو سره مرکې شوي دي.

د اطریش په پلازمېنه «ویانا» کې د رپوټ ترتیب کوونکي ادارې مشر مورتین کیژوم د آلمان خبري آژانس (DPA) سره په مرکه کې ویلي دي چې په ټوله اروپا کې له ښځو سره ترسره کیدونکی چلند ډیر غمجن حالت بیانوي.

د اروپايي اتحاديي د اساسي حقونو ادارې مرکزي دفتر د اطریش په پلازمېنه ویانا کې دی. د دغې اداری مشر مورتین کیژوم د بشري حقونو یو ډنمارکی وکیل دی.

کیژوم د آلمان خبري آژانس سره په مرکه کې د خپلي ادارې د دغه ډیر مهم رپوټ د تشریح کولو پر مهال وویل: «په ټوله اروپا کې ښځي په کوڅو کې محفوظه نه دي، په کور کې دننه هم د سکون فضاء نه ده موجوده حتی د کار په ځای کې هم له یوه نامناسب چاپیریال سره مخامخ دي.»

د دغه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۱ کال په دولسو میاشتو او یا تر هغه لږ په ډيره موده کې په ټوله اروپا کې ۱۳ میلیونه ښځي وهل شوي او یا هم په جسماني توگه آزار ورکړل شوی دی. په همدې موده کې ۳.۷ میلیونه ښځي د جنسي تیري ښکار گرځېدلي دي.

په يوه کال کي په ټوله اروپا کي نزدې ۱۳ ميليونه ښځي وهل شوي يا په جسماني توگه زورول سوي دي
په يوه کال کي په ټوله اروپا کي نزدې ۱۳ ميليونه ښځي وهل شوي يا په جسماني توگه زورول سوي ديانځور: Fotolia/Yuri Arcurs

د دغه رپوټ د ترتیب کولو پر مهال چې له کومو ښځو سره مرکې شوي دي د هغوی په حواله له ښځو سره د تاوتریخوالي مختلفي او تر ټولو ډیري پيښې د ډنمارک، فنلنډ او سویډن په هیوادونو کې رامنځته کیږي. په دغو هیوادونو کې د تاوتریخوالي له مختلفو پيښو سره مخامخ شويو ښځو ویلي دي چې تر پنځلس کلنۍ وروسته د وهل ټکول، سوځول او ستوني نيولو سربیره د جنسي تیري د پيښو ښکار شوي هم دي.

په ډنمارک کې له دغه شان تاوتریخوالي سره د مخامخ شویو ښځو فیصدي۵۲ سلنه په فنلند کې ۴۷ او په سویډن کې ۴۶ ده. د دغې ادارې د تحقیقاتي ټیم مشر جوانا گوډی، په خبره هغه اروپايي هیوادونه چې په هغو کې دغه سلنه کښته ده په هرو پنځو ښځو کې یوه يي د جنسي تیري له پيښې سره مخامخ او یا هم وهل او ټکول شوې ده، چې دا په هیڅ حال کې د منلو وړ نه ده.

د دغه تحقیقاتي رپوټ په حواله د اروپا سویلي هیوادونه لکه هسپانیا، ایټالیا او یونان هم په هغو هیوادونو کې راځي چې د زور زیاتي پېښي پکښې ډیري رامنځ ته کیږي.

په اروپايي هیوادنو کې د تر ټولو کښته سلني اندازه ۳۳ ټاکل شوې ده. د دغه تحقیق په نتیجه کې دا هم معلومه شوې ده چې په شمالي او جنوبي اروپايي هیوادونو کې ښځي خپل پرضد د زور زیاتي په هکله په آزادنه ډول له خبرو کولو څخه لږ ویره لري په داسې حال کې چې د شمالي هیوادونو ښځي د جنسي تیري او یا هم د جسمي ربړونې په هکله په ډیر زړورتوب سره خبري کوي.

له دغه تحقیقاتي رپوټ څخه داسې نتیجه اخیستل کیږي چې د آلماني ښځو یو پر څلورمه برخه يي تر ۱۵ کلنې عمر کښته د مور او پلار له خوا په جسماني ټوگه وهل او ټکول شوي. ۱۲ سلنه ښځي د پیغلتوب په دوره کې د نامعلومو کسانو له خوا د جنسي تیري ښکار شوي دي.د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو ۴۵ سلنه ښځي وايي چې د دوی د ارادې برخلاف د دوی د زوروني او لمس کولو کوښښ شوی دی.

دغه ښځي ځيني وختونه له غیر اخلاقي چلند، نامناسبه پیغامونو یا پورنوگرافي سربیره د مخالف جنس تناسلي آلې لیدلو ته هم مجبوره شوي دي. د دغو ښځو په حواله په ښکاره ډول خو د دوی پر بدن د کوم ټپ نخښي نښانې نه لیدل کیږي، خو دوی په رواني توگه پر خپل ذهن یو داغ «توره لکه» احساسوي.

یوه پر دریمه برخه ښځي له دې امله د ذهني پرېشانۍ ښکار شوي دي چې په لوړمړي سر کې وهل او ټکول شوي دي او بیا جنسي تیری ورباندي شوی دی.