1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي هيوادونو کې د سی آي ای CIA اختطافونه

۱۳۸۴ اسفند ۱۸, پنجشنبه

د مصر د تبعه ابوعمر د اختطاف کولو په هکله د ايټالوي څارنوال آرماندو » سپاتارو« څرگندونو، د سی آي ای لخوا په اروپايی هيوادونو کې د گماني تروریستانو د اختطافونو د څيړلو لپاره د اروپايی ټولنې د څيړونکي هيئت غړي، اغيزمن کړل.

https://p.dw.com/p/DMrj
د امريکا د استخباراتي څانگې سي آي ای نښان
د امريکا د استخباراتي څانگې سي آي ای نښان
» سپاتارو « په بروکسل کې څرگنده کړه چی، د امريکا د متحده ايالتونو د استخباراتو ټولنې سی آی ای غړو، څنگه گمانی تروريست ابوعمر، د 2002 ميلادي کال د فبروري په مياشت کې، د ايټاليې د مايلاند (ميلانو) په ښار کې اختطاف کړ او د آلمان د رمشټاين د ښار د امريکايی پوځي اډې له لارې يې، مصر ته وليږداوه.
په اروپايی پارلمان کې، د آلمان د سوسيال ډيموکرات گوند استازي کرايسل دورفلر وويل: » دا ښيي چې اختطافونه پېښ شوي دي. «