1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي ادارو کي د اروپا پارلمان يوه واکمنه اداره ده

۱۳۸۸ خرداد ۱۱, دوشنبه

اروپايي پارلمان چي د نړۍ په سترو پارليمانونو کي شمېرل کيږي پکښي 23 ژبې ويل کيږي او د غړو شمېر يې 785 دی، چي د اروپايي هيوادونو سره تړاو لري...

https://p.dw.com/p/I1Sq
زيات کارپوهان پدې آند دي چي د اروپايي پارلمان لپاره د ټاکنو پر وخت ډېر اروپايان رايه ورکولو ته نه ځي
زيات کارپوهان پدې آند دي چي د اروپايي پارلمان لپاره د ټاکنو پر وخت ډېر اروپايان رايه ورکولو ته نه ځيانځور: picture-alliance/ dpa

پداسي يوه ستر پارلمان کي خو نه د اوږد بحث لپاره وخت وي او نه هم د اوږدو بيانيو او مقالو لپاره. کله چي د پارلمان غړي وينا کول غواړي نو ورته د یوې دقيقې يا دو دقيقو وخت ورکول کيږي. د غړو د شمېر تر څنګ په پارلمان کي د مطرح موضوعاتو شمېر هم ډېر زيات وي. خو داچي په اروپايي پارلمان کي نه خو يو حقيقي حزب اختلاف وجود لري او نه هم دغه پارلمان کوم حکومت جوړوي. خو داچي دغه پارلمان بيا هم په اروپا کي دقانون جوړونې لپاره ډېر مهم دی، د الماني سوسيال ډيموکراټ سياستوال کلاوس هېنش په آندډېر خلک نه دي پرې خبر.

اوس هم د قوانينو د درو برخو څخه دوې برخې بايد د پلي کېدو څخه تر مخه د اروپايي پارلمان د اکثريت غړو لخوا ومنل سي. نو له همدې وجې په اروپايي ادارو کي د اروپا پارلمان يوه واکمنه اداره ده.

د اروپا په پارلمان کي زياتره وخت سوسيالستان او محافظه پال د اتحاد له لاري رايې ورکوي او پدې توګه و واحده پارلماني غړو ته زيات اختيار او واک نه پاته کيږي. د واحد غړي اغېز يوازي په هغو کاري کميټو کي مهم وي، په کومو کښي چي پر بېلا بيلو موضوعاتواو د قوانينو پر مسودو خبري کيږي. دغه ډول دنده تر سره کوونکو پارليماني غړو ته راپور ورکوونکي غړي ويل کيږي. خو داوروپايي پارلمان غړي پخپله قوانين نسي جوړولای بلکه دوی د اروپايي کمشنرانو او د اروپايي ادارو لخوا وړاندي سوو قوانينو په هکله پرېکړي کوي. د اتريش سره تړاو درلودونکی د اروپايي پارلمان غړی هانس مارټن همدغه غندي چي اروپايي پارلمان پخپله قوانين نسي وړاندي کولای. نوموړی وايي.

موږ خو نه حزب اختلاف يو او نه هم د رهبريزه ابتکار حق لرو. موږ حتی پر ټوله بوديجه د پرېکړه کولو حق نه لرو. خو لږ تر لږه موږ ته د خپل ږغ پورته کولو موقع راکول کيږي. څوک کولای سي چي د اروپايي پارلمان د يوه غړي په توګه بعضي موضوعات مطرح کړي. او په بعضو پريکړو کي هم څوک خپله ونډه اخيستلای سي. خو دغه د خواښينۍ خبره ده چي په يويشتمه پېړۍ کي لا هم اروپايي پارلمان د واک د مرکز او د ماشومانو د روزنتون تر منځ يو ځای دی.

په پريکړو کي زياتره وخت د وزيرانو شورا چي پکښي د 27 غړو هيوادونو حکومتي استازي ګډون لري، مهمه رول لوبوي. زياتره وخت پر موضوعاتو ډېر اوږده او ستړي کوونکي بحثونه تر سره کيږي تر څو يوه پرېکړه کيږي. د پارلمان لپاره د ټاکنو پر وخت له همدې وجې د انتخاباتي موضوعاتو ټاکل ډېر ستونزمن وي. د ټاکنو پروخت زياتره کانديدان د خپلو هيوادونو سره تړاو درلودونکي موضوعات را برسېره کوي او رايه ورکوونکي هم زياتره وخت د خپلو سيميزو موضوعاتو پر سره رايه ورکوي، چي د اروپايي پارلمان سره ډېر تړاو نه لري.

زيات کارپوهان پدې آند دي چي د اروپايي پارلمان لپاره د ټاکنو پر وخت ډېر اروپايان رايه ورکولو ته نه ځي او وجه يې همداده چي کانديدان اروپايي موضوعات نه رابرسېره کوي.

Riegert, Bernd/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل