1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروزگان کې ځانمرگي بريد ټول ملکي وگړي وژلي

۱۳۸۶ تیر ۱۹, سه‌شنبه

د آلماني آژانس dpa د يوه خبر له مخي د افغانستان په جنوب کې يوه ځانمرگي بريد کونکي له خپل ځان سره اوولس تنه ملکي وگړي چې د ولس تنه يي زده کونکي وه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/DK9F
د ارزگان ولايت مرکز ترينکوټ ښار يوه څنډه
د ارزگان ولايت مرکز ترينکوټ ښار يوه څنډهانځور: Pahjwok Afghan News
د آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار د اروزگان ولايت په دهراووت ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته سوه چې د ناټو ځواکونو هالنډي عسکرو د موټرو کاروان له سيمي څخه د تيريدو په حال کې و چې يوه ځانمرگي بريد کونکي د کاروان و خواته خپل ځان والوزوي او شاوخوا اولس تنه يي ووژل او اوه د يرش تنه نور ټپيان سول
د اروزگان ولايت د امنيې قوماندان محمد قاسم آژانس ته ويلي چې په پېښه کې ټول وژل سوي او زخمي سوي کسان ملکي وگړي دي هغه نړيوالو ځواکونو ته د مرگ ژوبلي په اړه ځه ندي ويلي.
بله خوا نړيوالو سوله ساتو ځواکونو هم د بريد پخلې کړی خو ودوي ته د اوښتي تاوان په اړه يي څه ندې ويلي.