1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارزگان کې د دوو تنو ښځو مړي وموندل شول

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۸, پنجشنبه

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د یوې افغانې پولیسې او یوې ښوونکې مړې یې موندلې دي. د دغو دوو میرمنو مړي په ارزگان ولایت کې موندل شوي دي. چارواکو ویلي دي چې وژل شوي ښوونکي حامله وه.

https://p.dw.com/p/1Acgh
انځور: DW

د دغو دوو میرمنو مړي په ارزگان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوې پخوانۍ اډې ته څیرمه موندل شوي دي چې اوس افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې ده.

دغه میرمنې فرزانه او ملالۍ نومیدې چې د دوشنبې په ورځ برمته شوې وې. د ارزگان ولایت ویاند عبدالله همت، ویلي دي: «د مړو طبي ازموینه ښيي چې دغه دواړه میرمنې ځړول شوې دي.»

په وروستیو وختونو کې پر هغو افغانو میرمنو باندې هدفمندانه بریدونه ډیر شوي دي چې په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي. له دې سره هغه اندیښنه لا ډیره شوې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د ښځو حقوق یو ځل بیا تر پښو لاندې شي او د ښځو د حقوقو په برخه کې وروستۍ لاس ته راوړنې به له ننگونو سره مخامخ شي.

تر دې مخکې په ډیرو مواردو کې پر ښځینه دولتي کارکوونکو باندې د بریدونو پړه پر طالبانو باندې اچول شوې ده. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو ته اجازه نه ورکول کیده چې په ادارو کې کار وکړي، ښوونځیو ته ولاړ شي او ان پرته له یوه شرعي محرم څخه له کوره بهر ووځي.

په ځینو مواردو کې بیا پر ښځو باندې بریدونه په کورنۍ اختلافاتو کې هم ريښې لري. په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ نه غواړي چې ښځینه غړې يې له کوره بهر په ادارو کې کار وکړي.

د ارزگان د امنیې قوماندان ویلي دي چې د دغو دوو میرمنو مړي د چهارشنبې په ورځ ترینکوټ ته څیرمه په یوې سیمه کې موندل شوې دي. د پولیسو دغه چارواکی په دې باور دی چې دواړه وژنې د کورنیو اختلافاتو په پایله کې ترسره شوې دي.

په ارزگان ولایت کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې امریکایي او استرالیایي ځواکونه میشت ول. بهرنیو ځواکونو اوس په دې ولایت کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسولی دی او د هغه مسوولیت یې پخپله افغانانو ته سپارلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب