1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتریش او آلمان کې د کډوالو هرکلی وشو

۱۳۹۴ شهریور ۱۵, یکشنبه

آلمان او اتریش په یوه ګډ اقدام کې په زرهاو ګډوال د هنګري له پولې څخه امن ځایونو او موقتي استوګنځایونو ته رسولي دي. خو لا اوس هم په اروپايي ټولنه کې د پناغوښتنې نورمال بهیر نه دی پوره شوی.

https://p.dw.com/p/1GRmZ
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

اتریشي چارواکو ویلي دي چې له ۷۰۰۰ څخه ډیر کسان د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د سپتامبر ۵مه نېټه) د هنګري له پولې څخه دغه هیواد ته اوښتي دي. د دغه هیواد د اورګاډي دولتي شرکت د شنبې په ورځ د خپل کار پای ته رسولو وروسته وویل چې اټکل کیږي ۷۵۰۰ کډوال یې لیږدولي وي.

د آلمان د بايرن ايالت په مرکزي ښار مونشن کې و کډوالو ته د بېړنۍ مرستو رسونکونکي ادارې ویاندې سیمون هیلګرس، ویلي دي چې د شنبې ورځې تر ماښام پورې ښايي د مونشن له مرکزي تماځای څخه ۶۰۰۰ کډوال تیر شوي وي.

له کډوالو سره لومړنۍ مرستې

ټولو رسیدلو کډوالو ته اوبه او خوراکي مواد ورکړل شوی دي. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر ته یې موقتي استونګنځایونه هم برابر شوي دي. د مونشن پولیسو ویلي دي چې د عربي ژباړونکي اوس له کډوالو سره مرسته کوي چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې ځانونه راجستر کړي.

هیلګرس وویل: «موږ دغو کسانو ته تود ښه راغلاست وایو. موږ پوهیږو چې دا به یوه لویه ننګنه وي خو موږ ټول، چارواکي او عام وګړي سره یوځای یو.»

۲۸ کلن سمیع چې له سوریې څخه په تیښته اړ شوی دی وایي چې که په خپل هیواد کې پاتې شوی وای نو په جګړې کې به ښکیل شوی وای: «هغوی له ما وغوښتل چې په پوځ کې داخل شم. ما زده کړې کړي دي. ما څو کاله په لاس کې قلم لاره. اوس نه غواړم چې وسله په لاس کې واخلم.» هغه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ ټول غواړو چې یوه ښه راتلونکې ولرو.»

کډوال په هنګري کې تر څو سختو ورځو تیرولو وروسته په آلمان او هنګري کې له تود هرکلي سره مخامخ شول. اتریشیانو هغوی ته هرکلی ووایه او ورته یې ډالۍ ورکړې.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند هارلد نیمنز، وویل چې د پولې پرانیستلو پریکړه د بشري لاملونو له پاره یو استثنایي

اقدام وو. هغه ټینګار وکړ چې اوس هم باید کډوال په هر هغه هیواد کې چې یې نوم لیکل کیږي، پناه وغواړي.