1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آژه درياب کي د مهاجرو بله کښتۍ چپه سوې

۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

په آژه درياب کي بیا د مهاجرو يوه کښتۍ چپه سوې او خلک ورک سوي دي. له بلي خوا په يونان کي د مقدونيا سره په سرحدي ایدومیني ښار کي د مهاجرو وضعیت ډیر خراب دی، خو بیا هم له ترکیې څخه یونان ته مهاجر روان دي.

https://p.dw.com/p/1ICuk
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

په آژه درياب کي یوه نوې غمیزه: د یونان د کاس جزیرې مخته په آژه درياب کي بیا د مهاجرو یوه کښتۍ چپه سوې ده. د یوناني چارواکو په حواله د کښتۍ اته کسان ورک دي او پنځه تنه ژغورل سوي دي.

اوس په آژه درياب کي سخت بادونه او توپانونه دي او اوبه سختي څپي وهي. خو پر دغي خرابي هوا سربیره یوازي د تیري شنبې او یکشنبې په ورځو تر ۴۰۰۰ اضافه مهاجر له ترکيې څخه یونان ته رسېدلي دي.

دغه چپه سوې کښتۍ هم له ترکيې څخه یونان ته حرکت کړی وو. د دغي کښتۍ په ورکو کسانو پسې د یونان او ترکيې يوې يوې څرخۍ الوتکو پلټونکي عملیات پيل کړ ي دي.

له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې کمېټې د معلوماتو پراساس اوس په یونان کي تر ۴۴۵۰۰ اضافه مهاجر بند پاته دي. د دوی۹۳۰۰ کسان یوازي د آژه درياب په ختيځه برخه، ۱۱۰۰۰ په آتن او پاته له مقدونيا سره د سرحدي ښار ایدومیني په مؤقتي کمپونو کي دي.

پخپله په ایدومیني کي وضعیت ډېر خراب دی. په دغه سيمه کي تر سختو او پرله پسې بارونونو وروسته کمپونه له خټو ډک سوي دي.

د یوناني دولتي ټلویزیون په حواله ډېر مهاجر او کوچنیان یې په تنفسي ناروغیو اخته سوي دي. د رپوټ له مخي چارواکو څوواره له مهاجرو څخه غوښتي دي چي له دغه کمپ څخه ووځي او د یونان نورو منظمو او ښو کمپونو ته ولاړ سي.

د یونان د رسنیو په حواله تر اوسه پوري له ایدومیني ښار څخه شاوخوا ۱۴۰۰ مهاجر وتلي دي، خو۱۲۰۰۰کسان لا پکښي پاته دي.