1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د «تور کار» له پاره سزا څه ده؟

۱۳۹۶ دی ۳, یکشنبه

په آلمان کې ډيری مهاجر د دې له پاره چې د حکومتي مرستو ترڅنګ يې نورې پيسې هم ګټلي وي له اجازې پرته غيرقانوني کارونه کوي. که چيرته دغه شان کسان د کار پر وخت ونيول شي له کومو قانوني پايلو سره مخ کيږي؟

https://p.dw.com/p/2ptRl
Schwarzarbeit - Richard
انځور: DW/N. Pontes

په آلمان کې د غيرقانوني کار څخه مفهوم دا دی: کله چې يو کس پرته له دې چې په اړونده اداره کې يې ځان راجستر کړی وي، خپل شخصي کار وبار پيل کړي. يا هم له اړوندو ادارو څخه د کار جواز ترلاسه کولو پرته پټ يا «تور کار» وکړي او يا هم له کومې بلې لارې پیسې وګټي، په داسې حال کې چې د ګټلو پیسو څخه يې هيڅ ډول ماليه او نه هم د ټولنيز امنيت له پاره کوم مبلغ تحويل کړي.

په آلمان کې په عام ډول مهاجر په ساختماني شرکتونو، رستوراتونو، ترانسپورت او دوکانونو کې غيرقانوني يا تور کارونه کوي. په «تور بازار» کې د مهاجرو له پاره د کار کولو په بدل کې اجوره هم ډيره کمه ده.

که چيرته چارواکي پر يو کس باندې شکمن کيږي چې هغه د غيرقانوني کار له لارې اضافي پيسې ترلاسه کوي، په داسې حالاتو کې که شکمن د آلمان او يا د اروپايي اتحاديې د کوم بل غړي هيواد اوسيدونکی نه وي، تر هر څه د مخه په آلمان کې د قانوني اوسيدو حالت کتنه کيږي. کتل کيږي چې دغه کس په آلمان کې د قانوني اوسيدو له اړخه په کوم حد کې قرار لري.

که چيرته هغه آلمان ته راغلی مهاجر وي او د غیرقانوني کار کولو پر وخت يې له دولت څخه هم مياشتنۍ پيسې ترلاسه کړي وي، په هغه صورت کې دغه کس اړ دی چې ټولې هغه پيسې يې چې له دولت څخه اخیستلې وې بيرته دولت ته وسپاري. له دې نه علاوه، کيدای شي چې ماليې د نه تحويلولو په جرم، تر ۵۰ زره يورو پورې جريمه هم ورباندې راشي.

که چيرته دغه کس د بل هيواد مهاجر نه وي، په دې صورت کې آلماني چارواکي کولای شي هغه له آلمان څخه اخراج کړي. په دې برخه کې جريمې هم په نظر کې نيول شوي دي. په ځينو حالاتو کې د دې امکان هم شته چې چارواکي د غيرقانوني کار په جرم نيول شوي مهاجر ته، تر درو کلونو پورې د قيد سزا واوروي.

په دې برخه کې هغو کسانو ته هم قانوني جزاوي په نظر کې نيول شوي دي چې افرادو ته د غیرقانوني يا د «تور کار» شرايط برابروي. 

په اړونده موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (23.11.2017):