1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د آلمان د فدرالي شورا یا بوندستاګ له پاره ټاکنې نن سهار په اتو بجو پیل شوې. نظرپوښتنې د صدراعظمې انګلا مېرکل د بریالیتوب وړاندوینه کوي، خو دا د دې معنی نه لري چې هغه به د خپلې خوښې ایتلافي حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/19lmb
انځور: Deutscher Bundestag/Stephan Erfurt

د آلمان په کابو ۶۲ میلیونو د رایو مستحقو خلکو باندې غږ شوی دی چې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۲۲مه) د یوې نوې فدرالي شورا یا بوندستاګ د ټاکلو له پاره خپلې رایې ورکړي. د دغو ټاکنو پایلې به پریکړه وکړي چې آیا د اوسنۍ صدراعظمۍ انګلا مېرکل، منځ لاری ښي اړخی ایتلافي حکومت به په قدرت کې پاتې شي که نه.

د ټاکنو له پیل څخه تر مخه تر سره شوې نظر پوښتنې ښيي چې د مېرکل، مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) له خپل سیال، سوسیال دیموکرات (SPD) څخه چې د صدرات د مقام له پاره یې خپل مخکښ مشر، پیر شتاین بروک کاندید کړی دی، ۱۳ سلنه مخکې دی. خو د مېرکل اوسنی ایتلافي ملګری گوند، لیبرال دیموکرات (FDP) چې د آلمان د سوداګرې پرګنې څخه استازیتوب کوي، د وړاند وینو له مخې د پام وړ بریالیتوب څخه برخه من نه دی. حتی داسې اندیښنې موجودې دي چې دغه ګوند به په پارلمان کې د شمولیت له پاره اړینې ۵ سلنه رایې هم پوره نه کړي.

که چیرې د CDU متحد ګوندونه، مسیحي سوسیال اتحادیه (CSU) او لیبرال دیموکرات FDP اړین پارلماني نصاب، یعنې ۵ سلنه پوره نه کړي، نو مېرکل ښایي مجبوره شي چی له SPD سره ستر ایتلافي حکومت جوړ کړي. د داسې یو حکومت مشري هغې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹ کلونو په موده کې هم کړې ده. لیبرال دیموکراتان نه یوازې د وړاندې شوې نظر پوښتنې د څیړونو په هکله اندیښنه لري، بلکې هغوی عملا ولیدل چې د باوریا، یا بایرن په ایالتي ټاکنو کې د ۳،۳ سلنو رایو په ګټلو سره ونه توانیدل چې اړین نصاب پوره کړي او د نوموړي ایالت پارلمان ته لاره پیدا کړي.

دغه راز سوسیال دیموکراتان دې ته لیوالتیا لري چې هغوی له ګرېونن یا زرغون ګوند سره ایتلافي حکومت جوړ کړي. خو له ټاکنو څخه مخکې په نظر پوښتنو کې زرغون ګوند هم له هغسې لاس برتوب څخه برخه من نه دی چې وکړای شي له سوسیال دیموکرات سره په ګډه یو ایتلافي حکومت جوړ کړي. په وړاند وینو کې د چاپیریال ساتنې دغه پلوي ګوند یوازې له نهه سلنه ملاتړ څخه برخه من دی، حال دا چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې دغه گوند ۱۰،۷ سلنه رایې را خپلې کړې وې.

نظریات: نه استدلال، نه تصور - مونږ باید ښه عمل وکړو

انتخاباتي مبارزه پای ته ورسیدله. ډیر ژر به د آلمان نوی پارلمان وټاکل شي او له هغې وروسته به یو حکومت جوړ شي. خو پوښتنه دا ده چې آیا د سیاسي ګوندونو هڅو د هغوی د خوښې سره سمه نتیجه ورکړې ده؟ دا هغه پوښتنه ده چې د سیمې په وخت له ماښامه وروسته به یې د رایې وروستۍ شمیرې وښیي.

وروستی تبلیغاتي کمپاین

د شنبې په ورځ میرکل او شټاین بروک د رایې ورکوونکو د راجذبولو له پاره خپله وروستۍ هڅه وکړه. میرکل چې ۵۹ کاله عمر لري په پلازمینه برلین کې شاوخوا خپلو ۴۰۰۰ پلویانو ته په وینا کې وویل هغه غواړي چې د اروپا د یوه مخکښ اقتصادي ځواکمن هیواد «د صدراعظمې په توگه پاته شي.»

په فرانکفورت کې د خپلو پلویانو يو غونډې ته په وینا کې ۶۶ کلن شتاین بروک وویل «تاسې اوس دا موقع لرئ چې له هغه یوه حکومت څخه ځان وژغورئ چې د آلمان د یووالي څخه را په دې خوا تر ټولو وروسته پاتې توب نظر لرونکی، کمزوری، خو تر ټولو باټي وهونکی دی.»

شتاین بروک همداشان د کار کوونکو له پاره د حد اقل معاش خبره یو ځل بیا تکرار کړه. هغه یو ځل بیا تور ولگاوه چې د مېرکل د واکمنې پر وخت د بیوځوله او شتمن تر منځ فاصله زیاته شوې ده. شتاین بروک د مېرکل په پخوانۍ کابینه کې یعنې له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۰۹م کاله پورې د مالیې وزیر وو.