1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې هغه جرمي موارد چې مهاجر پکې شکمن دي، لږ شوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د آلمان په ادارو کې ۶۴ زره او ۷۰۰ داسې جرمي موارد ثبت شوي دي چې مهاجر پکې شکمن دي. دا د تیر کال د همدې مودې په ترتله په دغه شان پیښو کې کمښت ښيي.

https://p.dw.com/p/2hZQv
Symbolbild Autoeinbruch
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO

د «پاساور نوین پرسه» ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله د چهارشنبې په ورځ لیکلي دي چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د داسې جرمونو شمیر کم شوی دی چې مهاجر پکې شکمن دي. د کورنیو چارو وزارت دغه معلومات د آلمان د پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون ته ورکړي دي.

د ۲۰۱۷م کال له جنوری څخه بیا د مارچ تر میاشتې پوري ټول ټال ۶۴ زره او ۷۰۰ داسې جرمي پیښې د آلمان په ادارو کې ثبت شوي چې مظنونین یې پناه غوښتونکي او مهاجر ول. دا د تیر کال د همدې موده په پرتله یو څه کمښت ښيي.

د دغو خلاف ورزیو یو پر دریمه برخه په اسنادو او دارایي کې جعل دی. ۲۳ سلنه پیښې بیا له تاوتریخوالي ډک جرایم، پر شخصي آزادي برید او یا هم غلاوې دي. په رپوټ کې نه دي ویل شوی چې د مهاجرت قانون د تر پښو لاندې کولو پیښې هم په دې کې شامل دي او که نه.

د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې آلمان ته د رسېدلو مهاجرو ۶۲ سلنه د افغانستان، سوریې او عراق مهاجر دي. دغه مهاجر په ۳۷ سلنه جرایمو او خلاف کاریو کي ښکېل دي. د بالقان هیوادونو وګړي بیا د ۱۱ سنله جرایم مظنونین دي. د ګامبیا، نایجریا او سومالیا کډوال له ۲۰۱۵ کال راهیسې آلمان ته د رسیدولو مهاجرو څلور سلنه برخه ده، خو د ۱۰ سلنه جرمونو مظنونین شمیرل کیږي.

د تونس، الجزایر او مراکش څخه راغلي کسان له ۲۰۱۵م کال راهیسې په آلمان کې د پناه غوښتونکو دوه سلنه برخه ده، خو بیا د ۲۰ سلنه خلاف کاریو شکمن بلل شوي دی.

د کورنیو چارو وزارت رپوټ ورکړی دی چې آلماني ادارو د مارچ میاشتې تر نیمايي پوري ټول ټال ۷۴۶ انفرادي احتمالي ترهګرۍ پیښې ثبت شوي دي. له دې ډلې څخه ۱۴۰ قضیې د څیړنو په پایله کې په اثبات رسیدلي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د بشري حقونو تر پښو لاندي کولو ۳۲۲ داسي پیښې ثبت شوي دي، لکه په سوريه او عراق کې چي کيږي.