1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې مهاجرو ته د کاري سهولتونو شتون

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

د کارپوهانو په وینا، آلمان د مهاجرو له پاره ۱۵۴ زره کاري سهولتونه برابر کړي دي. په دغو کاري سهولتونو کې هغه مهاجر چې د لږ تعلیم خاوندان او ترڅنګ یې هیڅ ډول کار او کسب زده نه وي په کار گومارل کیږي.

https://p.dw.com/p/1JCYo
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د لږ تعلیم لرونکو مهاجرو له پاره د کاري شرایطو د شتون په باب دغه رپوټ، د آلمان خبري آژانس «ډي پي اې» له نيورمبرګ څخه خپور کړی دی.

د چارو کاروپوهان وايي چې آلمان ته تازه راتلونکي غیرمسلکي مهاجرو ته به د پاک کارۍ او تعمیراتي کسبونو په شان برخو کې چې زیاتي روزني ته یې اړتیا نه لیدل کیږي، کارونه ورکول کیږي.

د آلمان د کار بازار او د کارموندني په برخه کې د څېړني ادارې (IAB)، دغه رپوټ په خپله انټرنیټ پاڼه کې خپور کړی دی، خو د دغې ادارې ویاند ولفګانګ براون، له یاد آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې دغه خبره د اوس له پاره یوازي د یوې عمومي کتنې په توګه ده.

براون دا هم ویلي دي چې په آلمان کې د کار بازار په چټکۍ سره د پرمختک په حال کې دی او له بلي خوا په وروستیو کې د کار خالي ځايونه هم زیات شوي دي.

د آلمان د کار بازار ادارې خپل دغه تحقیق یوازي د لږ تعلیم لرونکو او بې کسبه مهاجرو په هکله ترسره کړی دی. د دغې ادارې تحقیق ښيي چې اوسمهال په آلمان کې نژدې ۲۰۲۰۰۰ (دوه لکه او دوه زره) داسي پستونه موجود دي چې دغه شان خلک پکښې کار کولای شي.

په آلمان کې د مهاجرو له پاره د کار په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه د هغو لږ تعلیم او د کار او کسب نه لرل دي، خو تر دې بله لویه ستونزه چې مهاجر ورسره مخ دي له آلماني ژبې سره نه بلدتیا ده.

د آلمان د کار اداره وايي، دا چي مهاجر ولي په کارونو نه ګومارل کیږي ستر دلیل یې د ژبې مسئله ده. دغه اداره وایي چې مهاجر په آلماني ژبه دومره بلد ندي چې په کاري ماحول کې له یو بل سره پوهاوی وکړي او یا په دغي ژبي د لیکني وړتیا ولري.

د هر کار او کسب له پاره زده کړي او د اسنادو لرل اړين دي. خو اوس آلمانۍ کمپنۍ لس سلنه هغه کسان هم په دندو ګوماري چې د کسب د فراغت اسناد نه ولري.

د لږ تعلیم او اسنادو نه لرونکي مهاجر په دغه شان کمپنيو کې په لومړي سر کې د شاګرد په توګه په دندو ګومارل کیږي.