1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: سيمه ايزي محکمې د بمي برید تر ګواښ وروسته تخلیه شوي

۱۳۹۷ دی ۲۱, جمعه

د آلمان پولیسو په څو ښارونو کې د محکمو ودانۍ تر هغه وروسته تخلیه کړي دي چې د څو بمي بریدونو ګواښونه یې ترلاسه کړل. چارواکي اوس غواړي ډاډه شي چې د دغو سیمو امنیت ته ګواښ نه دی متوجه.

https://p.dw.com/p/3BMtK
Bombendrohung beim Landgericht Erfurt
انځور: picture-alliance/dpa/Wichmanntv

پولیسو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د آلمان په پوتسدم، مګدېبورګ، ایرفورت، ویسبادن او کیل په ښارونو کې سیمه ایزو محکمو د بمي بریدونو په اړه ګواښونه ترلاسه کړل.

د چارواکو په حواله دغه ګواښونه د ایمل له لارې استول شوي دي. آلمان په دې هیواد او اروپا کې تر یو شمیر ترهګریزو بریدونو وروسته، لا ډیر تدابیر نیولي دي.

تر اوسه پوري د پیښې په اړه کوم معلومات ورکړل شوي:

  • چارواکي اوس دغه سیمې د چاودیدونکو موادو موندونکو سپیانو په مرسته، پلټي.
  • پولیسو ویلي دي چې نا معلومو برید کوونکي ګواښ کړی دی چې په بیلابیلو سیمه ایزو محکمو کې به چاودیدونکي توکې والوزوي.
  • په ویسبادن کې، په محکمه کې یوه شکمنه بسته موندل شوې ده.
  • پولیس اوس په دې لټه کې دي چې د ګواښونکي ایمل سرچینه وموندي.

په دې اړه نور جزئیات لږ وروسته خپریږي.