1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کډوالو تر منځ آخ و ډب ۱۴ کسان ټپیان شوي

۱۳۹۴ مهر ۶, دوشنبه

د آلمان د کسل ښار په کالدن کې د مهاجرو تر منځ په یوه کمپ کې آخ و ډب رامنځ ته شوی دی. دغه شخړې یوه ساعت دوام کړی دی. په آخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپیان شوي دي چې درې تنه يې پولیس دي.

https://p.dw.com/p/1Gedc
Eingang zur Flüchtlingsunterkunft Kassel-Calden
انځور: picture-alliance/dpa

د پولیسو د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ماښام د آلمان په کسل ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې د بیلابیلو ملتونو په سونو کسانو په دغه آخ و ډب کې برخه اخیستې وه. زیاته شوې ده چې دغو کسانو پر یوه و بل د سوټو گوزارونه کړي او اوښکن گاز یې استعمال کړی دی.

د پولیسو ویاند ویلي دي چې په کانتین کې د ډوډۍ د ویش پر مهال د یوه ځوان او ۸۰ کلن سړي تر منځ لانجه رامنځ ته شوې ده. دغه شخړه بیا د پاکستانیانو او آلبانانو تر منځ د آخ و ډب سبب شوې ده. له هر اړخه ۶۰ کسانو پر یو بل گوزارونه کړي دي. په دغه ترڅ کې اته تنه ټپیان شوي دي.

پولیس پر دې واتونیدل چې وضعه آرامه کړي. خو ماښام تاوتریخوالي یو ځل بیا زور واخیست. د پولیسو د ویاند د وینا له مخې یو اړخ ته ۷۰ کسه او بل اړخ ته ۳۰۰ کسه وو. څو ساعته وروسته پولیس په دې وتوانیدل چې وضعه کنترول کړي.

دغه کمپ چې د یوه پخواني هوایي ډگر پر ځمکه موقعیت لري، پکښې ۵۰ تنه پولیس په دنده بوخت ول. پولیسو د مامورینو پر ضد د مقاومت او د خطرناک جسمي جراحت له کبله تحقیقات پیل کړي دي، خو څوک لا نیول شوی نه دی.

ډیرو پناه غوښتونکو چې غوښتل يې د آخ و ډب مخه ونيسي، د باندي ووتل (لکه په انځور کې چې لیدل کیږي). پولیس د یکشنبې په ماښام په دې هڅه کې ول چې په آخ و ډب کې د ښکیل یوه اړخ له پاره مؤقتي سرپناه پیدا کړي، څو د مهاجرو په کمپ کې وضعیت آرام شي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې د کسل په کالدن سیمه کې په دغه کمپ کې د ۲۰ هیوادونو ۱۵۰۰ مهاجر په خیمو او کانتینرونو کې ژوند کوي.

نژدې دوه اوونۍ وړاندي د آلمان په هیسن ایالت کې د کډوالو په یوه کمپ کې ډیرو مهاجرو یو د بل پر وړاندي ښارخ پارونکی گاز وکاراوه. په دغه آخ و ډب کې شپیته تنه ټپیان شوي ول، چې ماشومان هم پکښې شامل ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب