1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ځوانو مهاجرو نامعلوم وضعيت

۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

په آلمان کې په زرونو کم سنه او ځوان پناه غوښتونکي په يو نامعلوم وضعيت او د ويرې ډک ژوند سره مخامخ دي. پر دې سربيره دغو مهاجرو ته اقامه او په ټولنه کې د ادغام موضوع نورې ستونزې دي چې ورته نوي او پردي مسائيل دي.

https://p.dw.com/p/2hVyO
Deutschland Stuttgart - Bewohner und Flüchtlinge gedenken der Opfer in Kabul, London, Herad und Teheran
انځور: M. Mozafari

په آلمان کې ميشت په زرونو ځوان مهاجر چې په خپلو هيوادونو او بيا اروپا ته د سفرونو پر مهال يې ډيري سختې کلکې او ترخې تجربې لرلي اوس په دغه هيواد کې هم له مختلفو رواني فشارونو سره مخامخ دي. دغو روحي فشارونو نه يوازي دا چې په حاضر وخت کې يې د دوي ژوند تريخ کړی، بلکي که چيرته د دوی وضعيت ته رسيدګي و نه شي په راتلونکې کې به هم ورسره لاس او ګريوان وي.

يوه موضوع چې د کم سنه مهاجرو پر رواني وضعيت يې ډير اغیز کړی هغه د هغوي هويت دی چې يا يې پخپله خوښه او يا ورباندې جبرا منل کيږي.

افغان او ايراني ځوان مهاجر څرنګه چې په خپلو هيوادونو کې د ژوندانه جلا امکانات او وضعيت لري په مهاجرت کې يې هم د ژوندانه وضعيت متفاوت دی. آلمان ته راغلي ډير ايراني ځوانان د متوسطو کورنيو غړي دي چې په خپل هيواد کې يې دومره سخت ژوند نه دی لرلی. دوي هلته د داسې اولاد په توګه چې د کورنيو له بشپړ ملاتړ څخه برخمن وي، ټول امکانات نه لرل.

په ايران کې د ځوانانو د ژوند په هکله ډیري پريکړې د هغو د کورنيو له خوا کیږي. د کم سنۍ له امله دوي په داسې شرايطو کې نه وي چې د خپل ژوند او راتلونکې په اړه خپله تصميمونه ونيسي. ډيری ايراني ځوانان چې په دغه ډول کورني ماحول کې لوي شوي دي اروپا ته په دې هيله مهاجر شوي، چې تر دې لا ښه ژوند ولري. دغه ځوانان چې تر ډيره د خپلو کورنيو د موافقې په نتيجه کې مهاجريږي، په آلمان کې له يو نوي او سخت وضعيت سره مخامخ کيږي. دوی سره له دې چې لږ تجربې لري، اړ وي چې خپل ډير کارونه او د راتلونکې په اړه يې تصميمونه په خپله ونيسي.

لږ تجربې او درانه مسئو ليتونه

افغان ځوانان بيا له نورو شرايطو سره اروپا ته راځي. هغوی تر ډيره هغه وخت چې د آلمان پولې خلاصې شوې د مهاجرو له لويو ډلو سره دغه هيواد ته راغلل. افغان ځوانان که هغه په خپله افغانستان او يا هم په ايران کې اوسيدلې د ايرانيو په پرتله له کارونو دومره لرې نه ول او ترڅنګ د هوسا ژوندانه له بشپړ امکاناتو هم برخمن نه ول. هم محدود ول. يعني دوی د کورنۍ د ماشوم له هويت او د کورنۍ له ملاتړ څخه برخمن نه ول. دوی د اروپا پر لور د سفر پرمهال د داسې تصميمونو نيولو سره هم مخامخ شوي چې کيدای شي د هغو د مرګ سبب شي. قاچبرانو هغوی له سلونو داسې مهاجرو سره په ګډو کښتيو کې سپرول چې ټول ورته بيګانه ول، خو دوی به د حالاتو له مخې غاړه ايښوده. دا داسې حالات دی چې هر څوک اړ دی چې بايد خپل مسئوليت او بار پر خپله اوږه پورته کړي.

اولس کلن رحيم يونيم کال کيږي چې آلمان ته راغلی دی. هغه له بيخوبۍ رنځ وړي او اوس هم د اوږدو سختو سفرونو خاطرې يې په ذهن کې پرتې دي: «يو قاچاقبر راته وویل چې ټول باید په يوه کښتۍ کې سپاره شو. زه ويريدم، خو هيڅوک نه وو چې ورڅخه وپوښتم څه وکړم. زه هم بلاخره په کښتۍ کې سپور شوم، ځکه د يونان له وضعيته نور ستړی شوی وم. په شپو شپو په پارک کې ويده کيدم. ويريدم به چې پوليس مې ونه نيسي. ډیر وخت به په وږي نس ويده کيدم. د خوړلو له پاره به څه نه ول. کله کله به خلکو راته ډوډۍ رواړله خو هغه به کمه وه. له کورنۍ سره مې د اړيکې نيولو امکانات نه ول. کله چې په بادي کښتۍ کې سپور شوم، د ژوندي پاتېدو تمه راته نه وه پاتې.»

هغه زیاته کړه: «زموږ ترمخه يوه کښتۍ خرابه شوه او ډير کسان په اوبو کې ډوب شول. زه اوس د هماغه کښتۍ په خوب وينم. په افغانستان کې چې وم، نو که ډوډۍ به مې هم اخيستل له پلار نه مې به مې پوښتنه کوله، خو دلته ناڅاپې داسې حالت راباندي راغلی چې بايد د ټولو شيانو په اړه خپله تصميم ونيسم.»

د لارو په اوږدو کې مهاجر په داسې انسانانو بدليږي چې يو ناڅرګند برخليک لري. نه پوهيږي چې دوي به کوم هيواد ومني. داسې فکر کوي چې هيڅ هيواد نه غواړي دوی ومني او بل ته يې استوي. هيڅوک نه غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي، چې په پايله کې يې دې ته اړ کيږي د تحقير شويو او صابره مهاجرو هويت خپل کړي. دا ټول هغه څه دي چې د دوی د راتلونکې ژوند په پريکړو کې ژورې اغيزې پرځای پريږدي.

که څه هم په المان کې له ځوانانو سره د کم سنه افرادو په څير چلند کيږي، خو هغه څه چې په اروپا کې د دوی له راتلونکې سره تړاو لري، هغه د په يوازي سر د ټولو مسئوليتو پر غاړه اخيستل دي.

په آلمان کې افغان مهاجر ځوانان د ټولو روحي او کاري فشارونو سره سره په دې هم نه پوهيږي چې له خپلو کورنيو سره به يې کله د بيا ليدو فرصت برابريږي. دوي د دغو ټولو روحي فشارونو او ستونزو سره سره خپلو درونو مسئوليتونو ته په يوازيتوب اوږه ورکړي او پرته له دې بله چاره هم نه لري.

پر دې ټولو سربيره، دوی خپل ځان مکلف ګڼي چې د خپلو کورنيو له پاره چې پر دوی تر اروپا رسيدو ډيرې پيسې لګولي، ځواب ورکړي. دوی د ځوانۍ د لمړيو وختونو طبيعي بحرانو ترڅنګ له نورو نويو بحرانونو سره چې د دوی له پاره نوي دي مخامخ دي. مهاجر ځوانان هغه وخت چې له خپلو کورنيو سره اوسيدل حتې د دغو بحرانونو نوم يې نه وو اوریدلی.

دغه ډله ځوان مهاجر د خپل داسې يو واقعي هويت موندلو له پاره چې د هغوی له وضعيت سره جوړښت ولري، لا هم ډيرې سختي لاري يې پرمخ پرتې دي چې بايد پکې مخته ولاړ شي. هغه لارې چې دوی پکې په ناڅاپي توګه مشران شوي دي دوي پکې نه شي کولای چې په يوازې او اسانۍ سره څرنګه چې ورته لازم دي مخته ولاړ شي.

زموږ له ارشيف څخه