1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ په برخه کې یو نوی ګام

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

په آلمان کې د پروتستانت ځوانانو بنسټ غواړي چې د مهاجرو له پاره د ځوانانو د مختلفو مذهبي اتحادیو ملاتړ جلب کړي. د دې پروژۍ موخه له مهاجرو سره د ځوانانو د اړیکو ټینګولو له پاره د زمينې مساعدول دي.

https://p.dw.com/p/2sc81
Minderjährige Flüchtlinge in einer deutschen Schule

په آلمان کې د پروتستانت ځوانانو بنسټ د دې موخې له پاره یوه دری کلنه پروژه پیل کړی ده. له دې پروژې سره دوی په پام کې لري چې د عیسوي دين د پروتستانت، قبطي او ارتودوکس د څانګو ځوانان له مسلمان ځوانانو سره یوځای کړي.

د دې پروژي آمره کاتارينا روزینګ، د دې ګام هدف د پناغوښتونکو له پاره له آلماني ځوانانو سره د اړیکو ټینګولو د زمينې رامنځته کول په ګوته کوي.

د میرمن روزینګ، په خبره سربیره پر دې د دې پروژي اصلي او رضاکاره کارکونکي د دې کار له پاره، د «اوس تر ټولو ډیر! د مذهبي ځوانانو اتحادیې د مهاجرو په ټولنه کې ګډ ژوند ته شکل ورکوي» تر عنوان لاندې، پروګرام په ترڅ کې روزنه ويني.

په آلمان کې د پروتستانت د ځوانانو د مجتمع یا چتر عمومي مشر مایک کورزا، ویلي دي چې دغه پروژه د مختلفو دينونو د پیروانو تر منځ د ګډ سوله ایز ژوند د پياوړې کولو په موخه تر لاس لاندې نیول شوې.

په آلمان کې د پروتستانت کلیسا او د آلمان د فاميلي چارو وزارت له خوا «په دیموکراتیکه فضا کې ژوند» پروګرام په چوکاټ کې د دې اقدام ملاتړ کیږي. 

«په آلمان کې د پروتستانت ځوانانو چتر» یا  (aej)په دې هیواد کې د عیسوي پروتستانت ځوانانو یوه اتحادیه ده. (aej) د یو چتر په توګه د آلمان د وزارتونو، کلیسایې بنسټونو او نړیوالو شریکانو په مقابل کې، د هغو ۳۲ اتحادیو له ګټو څخه دفاع کوي چې په اوس وخت کې د دغې مجتمع یا چتر غړيتوب لري.

«په آلمان کې د پروتستانت ځوانانو ټولنه» یا  (aej)له شاوخوا ۱،۳۵ میلیونه ځوانانو څخه استازیتوب کوي.