1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مردم کدام کشورها در آلمان شانس بیشتر پناهندگی دارند

۱۳۹۴ مهر ۶, دوشنبه

په آلمان کې قبلیدل تر ډیره بریده پورې دې پورې اړه لري چې پناه غوښتنونکی له کوم هیواد څخه دې ځای ته راځي. آلماني چارواکي دې هیواد ته رسیدونکي کډوال درو کتګوري هیوادونو پورې تړلي بولي چې هره کتګوري د قبلیدو بیل چانس لري.

https://p.dw.com/p/1Gexb
انځور: Reuters/M. Rehle

لومړۍ: هغه هیوادونه چې ترې زیاد مهاجر منل کیږي

په اوسني وخت کې که یو څوک له سوریې څخه آلمان ته ورسیږي، نو د قبلیدو چانس یې ډیر دی. د آلمان د کډوالو او مهاجرو وزارت د «د محافظت کچه» عبارت د پناه غوښتونکو د هیواد د کتګوري بندي په موخه کاروي. د هیوادونو د همدې کتګوري بندي له مخې بیا پریکړه کیږي چي پناه غوښتونکی ومنل شي، د کډوال په توګه وپیژندل شي او یا په آلمان کې وزغمل شي.

د سوریې په تړاو په آلمان کې د دغه هیواد له وګړو څخه د محافظت کچه، څه نا څه ۱۰۰ سلنه ده. دغه هیواد اوس د نوملړ په سر کې دي. پر دې سربیره آلمان یو شمیر سوریایي کډوال له لبنان څخه په مستقیم ډول آلمان ته راولي او هغوی آن مجبوره نه دي چې آلمان ته تر رسیدو وروسته د پناه غوښتنې له پروسیجر څخه تیر شي. د بشري لاملونو پر اساس هغوی په مستقیم ډول په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه ترلاسه کوي. خو هغوی په آلمان کې یوازې د یوې مشخصې مودې له پاره د پاتې کیدو اجازه لري.

د عراق وګړي هم په آلمان کې د قبلیدو ډیر چانس لري. له هغوی څخه د محافظت کچه شاوخوا ۹۰ سلنه ده.

ورته معیارونه د ایریتیریا هیواد له پاره هم موجود دي. د دغه هیواد د وګړو څخه د محافظت کچه ۸۰ سلنه ده.

په دې ترتیب سره نو د سوریایانو، ایریتیریایانو، د عراق مسیحیان او یزیدیانو ته اړتیا نه لري چې په مصاحبه کې د خپل هیواد د پریښودو لاملونه په ګوته کړي. هغوی کولای شي چې خپل دلایل په لیکلې بڼه د آلمان حکومت ته وسپاري ترڅو د پناه غوښتنې بهیر یې ګړندی شي.

خو که د پناه غوښتونکو او کډوالو له پاره د آلمان وزارت د دغو کسانو د هویت په اړه شک او تردید ولري، او یا که یو بل هیواد د پناه غوښتونکي د منلو مسوولیت پر غاړه اخیستی وي او که یا هم پناه غوښتونکي په آلمان کې د پاتې کیدو قانع کوونکي دلایل و نه لري نو دغه کډوال هم باید مصاحبه ورکړی او خپل دلایل تشریح کړي.

دویم: هغه هیوادونه چې ترې په منځینۍ مهاجر منل کیږي

د هغو هیوادونو نوملړ چې وګړي یې په آلمان کې د قبلیدو منځنی چانس لري اوږد دی. او د «منځني» کلمه هم په ډیرو مواردو کې نسبي دی. خو بیا هم په دغه نوملړ کې د شاملو هیوادونو تر منځ یو څه مشابهتونه موجود دي.

د دغو هیوادونو وګړي باید په انفرادي توګه په اثبات ورسوي چې ولې یې خپل هیواد پریښی دی. که دغه هیوادونه له سیاسي لحاظه بې ثباته او یا هم ناامنه وي، بیا یې هم وګړي آلمان ته له رسیدو سره په مستقیم ډول نه منل کیږي.

افغانستان د دغه نوملړ په سر کې دی. په آلمان کې له افغانانو څخه د محافظت کچه د ۴۰ سلنه په شاوخوا کې ده. تر دې هیواد وروسته پاکستان په ۱۲ سلنه او نایجریا په ۶ سلنه کې راځي. په دغه نوملړ کې ډیر شمیر نور هیوادونه هم شامل دي خو په آلمان کې د هغوی د پناه غو ښتونکو شمیر کم دی.

دریم: هغه هیوادونه چې ترې په ټیټه کچه مهاجر منل کیږي

په وروستیو وختونو کې لویدیځ بالکان هیوادونو وګړي په آلمان کې د قبلیدو څه نا څه هیڅ چانس نه لري. خو بیا هم د دغو هیوادونو وګړي په آلمان کې د پناه غوښتونکو لویه برخه جوړوي.

د دې سیمې په هیوادونو کې البانیا، بوسنیا، کوسوو، مکدونيا، مونتینيګرو او سربستان شامل دي. خو د ۲۰۱۵م کال له نوامبر مياشتي څخه د لوېديځ بالکان ټول هيوادونه په «امن هيووادونو کي» شمېرل کيږي. د آلمان د کډوالو ادارې د ارزونو له مخې په دغو هیوادونو کې سیاسي تبعیض او غیر انساني چلن نه شته او پر اساس یې یوه وګړي ته سیاسي پناه نه ورکول کیږي.

اوس مهال د اروپايي ټولنې هر هیواد خپل د امنو هیوادونو نوملړ لري. خو د اروپايي ټولنې کمیسیون بیا غواړي چې خپلو ټولو غړو هیوادونو ته یو نوملړ وسپاري. په دغه نوملړ کې د بالکان شپږ هیوادونه او ترکیه شامل دي.