په آلمان کې د قاتل سپي د نه وژلو غوښتنه
۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سهشنبهاعلان
دغې ډلې په یوې انترنتي پاڼه کې یوه غوښتنه هم شریکه کړې ده چې په کې ۲۲۳ زرو کسانو د یکشنبې تر ماښامه پورې لاسلیکونه کړي دي.
دغه سپی چې چیکو نومییږي اوس د حیواناتو په ساتنځای کې ساتل کیږي او د حکومت د پلان له مخې به ووژل شي. دې سپې یوه ۵۲ کلنه میرمن او د هغې ۲۷ کلن زوی چي د هغه مالکان ول وژلي دي.
پر انترنت باندې په خپرو شویو انځورونو کې په لسونو کسان لیدل کیږي چې له ځان سره داسې پلاکاتونه لیږدوي چې ورباندې لیکل شوي: «چیکو د ژوند حق لري» او «چیکو موږ به تسلیم نه شو.»
د حیواناتو هغه ساتنځای چې اوس چیکو پکښې وخت تیروي هم په ټولنیزو شبکو کې لیکلي دي چې نه غواړي دغه سپی ووژل شي.