1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې د برید د پلان په تور پر کورونو چاپې وهل شوي

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

په آلمان کې د داسې تورنو کسانو د نیولو عملیات ترسره شوي چې ګومان کیده په دې هیواد کې بریدونه پلانوي. په بریلین کې څارنوالانو ویلي دي چې هدف یې چیچنیايي اسلامستان ول چې غوښتل یې یو برید پلان کړي.

https://p.dw.com/p/3WAVI
Deutschland Symbolbild Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/T. Plunert

د آلمان په څلور ايالتونو کې د سه شنبې په سهار (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې ۱۴مه نیټه) پر ځينو کورونو باندې چاپې وهل شوي دي. د چارواکو په خبره دغه چاپې د داسې اسلامپالو د نیولو له پاره شوي چې غوښتل یې یو احتمالي برید پلان کړي.

د برلین څارنوالانو د دې چاپو په هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیلکي دي: «د پلټنې [دغه عملیات] لا هم ادامه لري او پکې چیچینايي اسلامپاله اتباع په نخښه شوي دي.»

د معلوماتو له مخې پولیسو د آلمان په پلازمینه برلین او همدا راز د دې هیواد په براندنبورګ او تورنګن او همدا راز نورد راین ویستفالن کې دغه عملیات ترسره کړي دي. چارواکو تر اوسه پورې د دې چاپو او د تورنو کسانو د پلانونو په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

آلماني چارواکو ویلي چې د چاپو په هکله به نور جزئیات د ورځې په وروستیو کې خپاره کړي.

د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخې، پولیسو په پلازمینه برلین کې د مارزهان هیلرزدورف په سیمه کې لږ تر لږه یو کور پلټلی دی. دغه خبري آژانس په دې هکله جزئیات نه دي خپاره کړي چې په دې چاپه کې څومره کسان نیول شوي دي.

څه موده وړاندې، په عراق کې د قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته، په آلمان کې د احتمالي بریدونو په هکله خبرداری ورکړل شوی وو. څه موده وړاندې آلماني امنیتي چارواکو ویره څرګنده کړې وه چې د ایراني جنرال سلیماني تر وژل کیدو وروسته کیدای شي په آلمان کې امریکایي او اسرائیلي ادارې په نخښه شي. د ممکنه خطر په پام کې نیولو سره لا دمخه په آلمان کې د امنیتي خبرداري کچه لوړه شوې وه.