1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د اې اف دي پر ضد احتجاجونه

۱۳۹۶ مهر ۳, دوشنبه

د آلمان په پارلماني ټاکنو کې د اې اف دي، ګوند تر بریا وروسته د دغه ښي اړخه عوامپاله ګوند مخالفینو په برلین، هامبورګ او کولن کې احتجاجونه وکړل. دا څو لسیزي وروسته لومړی وار دی چې دغه ګوند پارلمان ته لار مومي.

https://p.dw.com/p/2kdZC
Deutschland Bundestagswahl- Proteste gegen AfD in Frankfurt
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د برلین په الکسندر پلتڅ، کې د یکشنبي په ماښام شا او خوا ۷۰۰ کسان راټول شوي چې په ټاکنو کې د اې اف دي یا د آلمان له پاره بدیل نومي ګوند د ټاکنو د پایلو په هکله احتجاج وکړي.

تر دغه احتجاج څو ساعته دمخه د آلمان د پارلماني ټاکنو پایلې جوتې شوې چې پکښې دغه ګوند ۱۲،۶ سلنه رای تر لاسه کړې او په دې سره یې دا خبره یقیني کړه چې د آلمان پارلمان (بوندستاګ) ته لار ومومي.

د هغې ودانۍ مخې ته چې اې اف دي، ګوند پکښې د خپلې بریا جشن لمانځه وار په وار، د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتیده. احتجاج کوونکو «توکمپالنه، بدیل نه دی»، «اې اف دي د توکمپالو ټلواله ده» او دې ته ورته شعارونه ورکول.

تر هغې وروسته ټولو احتجاج کوونکو په یوه خوله دغه غږ چې «ټول برلین له اې اف دي څخه ښه نه راځي» بدرګه کاوه. دغه ګوند د برلین ښاري پارلمان کې له ۱۶۰ څوکیو څخه ۲۳ څوکۍ اشغال کړي دي.

پولیسو وضعیت له نزدې څاره او احتجاج کوونکي یې له هغې ودانۍ څخه لیرې ساتل چې د آلمان له پاره بدیل نومي ګوند پکښې د خپلې بریا جشن لمانځه. رویټرز خبري آژانس د امنیتي پرسونل له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د اې اف دي، ملاتړ کوونکي وروسته له هغې د ودانۍ له بالکون څخه لیرې کړی شول چې له لاندې څخه احتجاج کوونکو د هغو پر لور شیان وروغورځول.

د برلین پولیسو هم رپوټ ورکړی دی چې د دوی ځینې افسران هم په بوتلونو او تیږو باندې لګیدلي دي.

د دویچه ویله خبریالې کیت بریدي، د برلین په الکسندر پلتڅ کې د اې اف دي، ضد ځینو احتجاج کوونکو سره خبري کړي دي. ۲۲ کلنه لیزا په دې آند ده چې دغسې احتجاجونه به عادي چاره وګرځي: «په ځانګړې توګه په داسې یوه وخت کې، زما په آند دا ډیر مهمه ده چې موږ د توکمپالنې او له بهرنیو څخه د ویرې او همداشان د ښي اړخه ایدیالوژۍ پرضد چې له بده مرغه اې اف دي، يي ملاتړ کوي پر ضد راوچت شو.»

همدې ته ورته احتجاجونه د آلمان په کولن ښار کې شوي دي. همداشان د آلمان په هامبورګ ښار کې هم د ښي اړخه عوامپاله ګوند پر ضد احتجاجونه شوي دي. پر دې سربیره د فرانکفورت، مونشن، دوسلدورف، ګوتینګن، دریسدن، لایپڅیګ، ماینڅ، او زالفیلد کې هم د احتجاجونو رپوټ ورکړل شوی دی.

د مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکرات ګوند وروسته اې اف دي د آلمان په پارلمان کې د دریم ستر ځواک په توګه راڅرګند شوی دی.