1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایتلافي حکومت پر سر ازمایښتې خبري څومره پر مخ تللي؟

۱۳۹۶ دی ۲۰, چهارشنبه

د آلمان سوسیال دیموکراتان د انګلا میرکل، له ګوند سره د ایتلافي حکومت پر جوړولو د آزمایښتې خبرو په اړه ډیر خوشبینه نه ښکاریدل. دواړه ګوندونه د پنجشنبې په ورځ پريکړه کوي چي د حکومت جوړولو له پاره رسمي خبري پيل کړي که نه.

https://p.dw.com/p/2qctf
Deutschland Große Koalition Sondierungsgespräche | Angela Merkel, CDU
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

انګلا میرکل، چې د تیرکال د سپتمبر میاشتي په ټاکنو کې یې په پارلمان کې یو شمیر څوکۍ له لاسه ورکړې، یو ځل بیا له سوسیال دیموکرات ګوند سره د یوه لوی ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر ازمایښتې خبرې اترې پیل کړې دي. د میرکل مسیحي دیموکرات اتحاد تر هغه وروسته له سوسیال دیموکراتانو سره د خبرو اترو پریکړه وکړه چې له زرغون او آزاد دیموکرات ګوندونو سره خبرې اترې کومې پایلې ته و نه رسیدې.

انګلا میرکل، له تیرو ۱۲ کلونو راهيسي په آلمان کې پر واک پاتې شوې ده. هغه توانیدلې ده چې په دې موده کې په نړیواله کچه ځان د یوې ښې رهبري په توګه مطرح کړي. خو هغه د تیرکال تر ټاکنو وروسته، په خپله آلمان کې له یو شمیر ننګونو سره مخامخ شوې ده او له همدې کبله دې ته سخته اړتیا لري چې د لوی ایتلاف پر سر ازمایښتي خبري اتري یوې ښې پایلې ته ورسیږي.

سوسیال دیموکراتان هم په دې خبره ښه پوهیږي چې انګلا میرکل، د یوه حکومت د جوړولو له پاره هغوی ته اړتیا لري او له همدې کبله غواړي په خبرو اترو کې د ځان له پاره ډیر امتیازات ترلاسه کړي.

د سوسیال دیموکرات ګوند يو مرستیال رالف شتګنر، د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د برلین له وریزو ډک آلمان ته یې کتلې، خبریالانو ته وویل: «د خبرو اترو فضا هم د هوا د اوسني حالت په څیر ده.»

هغه له دې سره وغوښتل هغه ننګونو ته اشاره وکړي چې دواړه اړخونه یې د حکومت د جوړولو سر د ازمایښتي خبرو اترو په برخه کې لري. د سوسیال دیموکرات ګوند مشر مارتین شولڅ، هم د چهارشنبې ورځې د خبرو اترو په اړه ویلي دي: «دا به یوه اوږده ورځ وي.»

آلمان د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد دی، او په نړیوالو او سیمه ییزو معاملاتو کې د خبرو اترو یو مهم اړخ بلل کیږي. د برلین نړیوال متحدین د آلمان د نوي حکومت جوړیدو ته سترګې په لار دي چې د بریکزیت او د یورو زون د اصلاحاتو په اړه چارې پر مخ ولاړې شي.

له همدې کبله د آلمان د سوسیال دیموکرات، مسیحي دیموکرات او محیسي سوسیال ګوندونو لوړپوړي چارواکي په روانه اونې کې د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر ازمایښتې خبرې اترې پیل کړې. خبرې اترې به د پنجشبنې په ورځ یوې پایلې ته ورسیږي. تر دې وروسته به بیا سوسیال دیموکرات ګوند خپلو غړو په دې اړه مشوره ورکړې چې ایا له میرکل سره د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر رسمي خبرې اترې پیل کړې او که نه.

د خبرو اترو ګډونوالو د مذاکراتو فضا «ښه» آرزولې ده. خو د سوسیال دیموکرات ګوند مشران باید خپلو غړو ته قناعت ورکړي چې یو ایتلافي حکومت به یې په ګټه وي.

انګلا میرکل، د خپل حکومت په تیرو درو دورو کې دوه وارې له سوسیال دیموکراتانو سره په ګډه حکومت جوړ کړی دی. خو دواړو ګوندونو د آلمان په تیرو پارلماني ټاکنو کې څوکۍ وبایللې.

د سوسیال دیموکرات ډیر شمیر غړي په دې نظر دي چې په ایتلافي حکومت کې د هغوی ونډه، د دې لامل شوې ده چې دغه ګوند د آلمانیانو تر منځ خپل یو څه ملاتړ له لاسه ورکړي.

که د دواړو ګوندونو تر منځ آزمویښتي خبرې اترې کومې پایلې ته و نه رسیږي، نو یا خو به میرکل یو اقلیت حکومت جوړوي او یا خو به په آلمان کې له سره ټاکنې کیږي.