1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی زندانونه ډک دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د یوې ورځپاڼي د رپوټ له مخي د جرمني په زندانونو کي د بندیانو له پاره ځایونه مخ پر کمیدو دي. همدارنگه په زندانیانو کي د اسلامیستانو زیاتیدل هم اندیښنې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/2wcrt
Gefangener in Gefängnis Gitterstäbe
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د آلمان د ۱۶ ایالتونو په عدلیې وزارتونو کي کومه ټولپوښتنه چي د «فونکه» په نامه رسنۍ له خوا سوې ده، پکښې راغلي دي چي د باډن وورتمبیرگ ایالت زندانونه تر سل فیصده پوري ډک دي. په بایرن، راینلد فالتڅ، برلین، بریمن اوهامبورگ کي بیا زندانونه د تیرکال په جریان کي په اوسط ډول څه د پاسه ۹۰ سلنه ډک ول. د نوموړي رپوټ پر بڼسټ، کارپوهان بیا د ۸۵ څخه تر ۹۰ سلنه پوري ډکوالی، ډیر زیات بولي.

سربیره پردې ډیر ایالتونه بیا د محبس پر کارکوونکو باندي د بریدونو خبره کوي. د مثال په ډول په نورد راین ویستفالن ایالت کي له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پوري د کارکوونکو شمیر له ۳۴ څخه ۷۲ ته لوړ سوی دی، چي دا څه د پاسه دوه برابره ډيرښت ښيي. خو په بایرن ايالت کي بیا د هغوی شمیر له ۶۵ څخه ۵۰ ته راکښته سوی دی.

د رسنیو په رپوټ کی دا هم راغلي دي چي په زندانیانو کي د اسلامیستي ډلو د غړو زیاتیدل بیا، په محبسونو کي خاصي اندیښنې رامنځته کړي دي. د چارواکو په حواله په هیسن ايالت کي له ۲۰۱۳م کال راهیسي د هغوی برخه څه د پاسه درې برابره زیاته سوې ده.

په بایرن ايالت کي په اوس وخت کي ۹۹ تنه اسلامیستان د زندان د پنجرو شاته ناست دي. په نورد راین ویستفالن ایالت کی بیا ۳۴ تنه. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۰۱۲م کال کي یې شمیر يوازي شپږ تنه وو.

په عامه ترانسپورت کي د ټکټ د نه درلودو له امله، نیول سوو کسانو هم زندانونه ډک کړي دي. د آلمان د جزايي چارو د تطبیق اتحاديې رئیس رینې میولر، د فونکه په نامه رسنۍ ته ویلي دي چي په آلمان کي زندانونه په اوس وخت کي تر اندازې زیات ډک دي.

د مسیحي دیموکراټ گوند مشر فولکر کاودر بیا په زندانونو کي د وضیعت د ښه کیدو غوښتنه کوي. د هغه په خبره «د جزاگانو تطبیق باید تر دې زیات له نظره ونه غورځول سي.»

د زرغون گوند غړی دیتر لاونیگر چي د تورینگر ایالت د عدلیې وزیر او د عدلې د وزیرانو د کنفرانس مشر هم دی، وايي چي «د جرمونو ډولونه باید په انتقادي ډول وڅیړل سي او له سره تشریح سي» د هغه په خبره سړی باید په دې اړه خبري وکړي، چي د مثال په ډول آیا د ټکټ د نه درلولو له امله یوه کس ته د جزا یو بل ډول به د هیواد په ټوله قضا کی د کار فشار راکم نکړي.