1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د کډوالو پر سر اختلاف

پيتر هيلر/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

د آلمان په شتوتگارد ښار کي د کډوالو په اړه غونډه کي خبري د پناه غوښتونکو په اړه هم وې. خو بحث ټول پر پيسو باندي راڅرخېد. هغه ايالتونه چي ډېر پناه غوښتونکي ور روان دي، له مرکزي دولت څخه د پيسو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1G5kB
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfel

اختلاف پر څه دئ؟

د آلمان ايالتونه په دې مکلف دي چي کډوالو ته ځای ورکړي. دوی بايد هغه پناه غوښتونکي چي نوي ورته راځي پر خپلو ښارونو او کليو باندي ووېشي، هغوی ته د خوراک پيسې او کور ورکړي، د آلماني ژبي د زده کړي کورسونه ورته برابر کړي او روغتيا پالنه ئې وکړي.

يوازي د روان کال په جون مياشت کي د آلمان د کډوالو ادارې د نزدې ۳۰۰۰۰ مهاجرو د پناه غوښتليکونه ثبت کړي دي، چي دا د تيرکال د دغي مياشتي په پرتله دوه برابره کيږي، ځکه نو ايالتونو له مرکزي دولت څخه د نورو مرستو غوښتنه کوي.

د برلين ښاروال مېشايل مولير وايي چي دې شمېر ته په کتو سره بايد مرکزي حکومت يووار نه، بلکي تل د هر کډوال پر سر له ايالاتونو سره مالي مرسته وکړي. خو فدرالي دولت نه غواړي چي دغه شان هوکړه وکړي.

خبره پر څومره پيسو ده؟

د آلمان د ايالتونو دولتونه اټکل کوي چي په روان کال کي بايد د کډوالو د ځای پر ځای کولو له پاره نزدې ۵ ميليارده يورو ځانگړي سي. دا به د تيرکال په پرتله دوه برابره پيسې وي.

تر اوسه پوري د آلمان فدرالي ادارې (مرکزي دولت) د روان کال له پاره د کډوالو په برخه کي له ايالاتونو سره د مرستي له پاره نزدې يو ميليارد يورو ژمنه کړې ده.

يو شمېر ايالتونو له مرکزي دولت څخه د هر مهاجر پر سر د ۱۲ نيم زره يورو مرستي غوښتنه کړې ده.

ولي آلمان ښه تياری نه لري؟

په سوريې، عراق او افغانستان کي د دوامداره جنگ سره سره او له البانيا او کوسوو څخه مهاجرت ته په کتو سره د آلمان ادارې د کډوالو د ورتگ بهير ته ښه تياری نه لري.

د آلمان د پناه غوښتوني ادارې د اټکلونو له مخي په روان کال کي به په دغه هيواد کي نزدې۴۵۰۰۰۰ انسانان خپل د پناه غوښتنليکونه وړاندي کړي، چي دا به د تير کال په پرتله دوه برابره وي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير د پناه غوښتني د سره «پاشلي» سيستم خبره کوي او وايي چي اوس دي لا کډوال په خېمو او سترو جمنازيمونو کي ځای پر ځای سي.

په هامبورگ کي به په دغو خېمو کي کډوال ژوند کوي
په هامبورگ کي به په دغو خېمو کي کډوال ژوند کويانځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

کډوالو ته څه په مخکي دي؟

آلمان ته په رسېدو سره لومړی ټول کډوال په کمپونو کي ژوند کوي. د دغه هيواد په يو شمېر ايالاتونو کي کډوال کولای سي چي وروسته په يوه عادي کور کي د ژوند پېلېدو وروسته پناه غوښتنه وړاندي کړي، خو په ځينو ايالتونو لکه بايرن کي نه.

په روان کال کي د ټولو پناه غوښتونکو له ډلي څخه يوازي د ۰،۵ سلنه د پناه غوښتنه منل سوې ده. او هر دريم ته يوازي په دغه هيواد کي د «دولدونگ» په نوم اجازه ورکړل سوې ده، چي له مخي ئې کولای سي په آلمان کي پاته سي. مخکي دوی ته د کار کولو اجازه هم نه وه، وروسته په ځينو شرايطو سره د کار اجازه ورکول کيږي خو کار پيدا کول ستونزمن دي.

د بديل لاري چاري ئې څه دي؟

د آلمان د زرغونو او سوسيال ديموکرات گوندونه له ډېر وخت راهيسي د مهاجرت د يوه نوي قانون د جوړېدو غوښتونکي دي. دوی وايي هغو کسانو ته چي ښې لوړي زده کړي او کاري تجريبه ولري او آلماني ژبه ئې زده وي، بې له دې چي په خپل هيواد کي تر سياسي تعقيب لاندي وي، بايد آلمان ته د راتگ اجازه ورکړل سي.

عادي وگړي په دې اړه څه فکر کوي؟

له هرو درو آلمانيانو څخه دوه ئې په دې نظر دئ چي «مهاجرت او پناه غوښتنه» تر ټولو مهمه سياسي موضوع ده. د يوې نوي څېړني له مخي د آلمان هر دريم وگړی په دې نظر دئ چي آلمان ډېر کډوال منلای سي.

د کډوالو پرضد لاريون
د کډوالو پرضد لاريونانځور: picture-alliance/dpa

په دغه څېړنه کي د پوښتل سوو کسانو ۷۳ سلنه په دې اند دي چي د کډوالو په سياست کي بايد بدلون راسي.

خو پر دې سربيره په آلمان کي د کډوالو پر وړاندي نفرت او زورزياتی هم سته. په دغه هيواد کي د کډوالو تر ۲۰۰ زياتو مېشت ځايونو باندي د پرديتوب په نوم يرغلونه سوي او حتي ځينو ته اور اچول سوی دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب