1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د کارنوال مېلې پيل سوې

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د آلمان په جنوب او غرب کي د پنجشنبې په ورځ خلک له ښایسته او جالبو جامو سره سړکونو ته راووتل چي د کارنوال د مېلو پیل ولمانځي.

https://p.dw.com/p/144GM
انځور: dapd

که څه هم هوا ډیره ښه نه ده خو خلک بیا هم دغه ورځ په جوش سره لمانځي.

د پنجشنبې په ورځ په آلمان کې د کارنوال فصل په رسمي ډول پیل شو. په آلمان کې د کارنوال د فیستیوال اصلي مرکزونه د کولن، ماینز او دوسیلدورف ښارونه دي.

ډیر خلک په دغه ورځ له خپلو دفترونو څخه رخصتي اخلي او په اصطلاح د کال د پنځم موسم پیل لمانځي. که څه هم د باراني هوا وړاند وینه شوې وه خو په زرونو کسانو د دغه فیستیوال په لمانځلو کې ونډه واخیسته.

د کلون په ښار کې دغه فیستیوال د ښار له اصلي میدان څخه د ساز په غږیدو، ویناوو او نندارو سره پیل شو. د دغه ښار مشهوره پرېټ به د راتلونکې دوشنبې په ورځ تر سره شي.

د ښځو د واک ورځ

د پنج شنبې په ورځ په آلمان کې ښځې د نارینه و نیکټایي ګانې قیچي کوي او په سمبولیک ډول د خپلو ښارونو کنترول په خپل لاس کي نیسي. همدا ډول د بن په ښار کې هم ښځې په سمبولیک ډول د ښاروالۍ کنترول په لاس کې نیسي. دغه فیستیوال به په آلمان کې د یوې اونۍ له پاره دوام وکړي.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل