1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ترهګرو د يوی حملي مخه ونيوله شوه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۰, شنبه

د آلمان چارواکو پرون وويل چي د دغه هيواد د فدرالي جنايي اداری او پوليسو د القاعدي د شبکي دري مشکوک ترهګر چي غوښتل يي د آلمان په يوستر ښار کي په يوی بمي حملي لاس پوري کړي ونيول

https://p.dw.com/p/116m7
ویل کیږی چی د نیول شوو مشکوکو ترهګرو د حملی هدف د اورګادی تم ځایونه ؤ
د المان د فدرال د جنايی اداری مامورينانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د آلمان پوليسو پرون د القاعدي دري مشکوک غړي ونيول او دچار واکو د وينا له مخي په دي ډول يي د« يوي يقيني او حتمي خطر» مخه ونيوله.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هانز پيتر فريدريښ په يوي وينا کي وويل:

«د نړيوال تروريزم له خوا د يو يقيني ګواښ مخ نيوي وشو.» هغه زياته کړه: «دا د س ثبوت دس چي آلمان د ترهګرو د بريدونو تر هدف لاندي دی او مونږ بايد ويښ اوسو.»

د آلمان د رسنيو د رپوټونو له مخي دغه دري تنه چي ويل کيږي يويي په خټه ايراني - آلماني او بل په خټه مراکشي - آلماني او دريم يي د مراکش تابعيت لري، د يو بم جوړولو قصد درلود او غوښتل يي د آلمان په يوګڼه ګوڼه ځاي کي په حملي لاس پوري کړي.

د آلمان د دوهم تلويزوني چينل د رپوټ له مخي دريم مشکوک ترهګر په افغانستان کي په کوم کمپ کي پوځي روزنه ليدلي ده.

د آلمان د « دي ولت» نومي ورځپاڼي د معلوماتو له مخي چي د يو آلماني مستنطق له خولي يي خپاره کړي دي دغو کسانو قصد درلود چي د آلمان په يو ستر ښار کي په سيمه ايز اورګادي باندي حمله وکړي. په رپوټ کي زياته شوي ده چي د دغو مشکوکو ترهګرو دغه پلان د هغوي د موبايل تيلفوني خبرو او د هغواطلاعاتو پر اساس چي د هغوي د کمپويترونو څخه لاس ته راغلي، بربڼد شو.

د آلمان د فدرال جنايي اداره (Bundeskriminalamt) پلټونکو او پوليسو دغه دري تنه د اپريل له 15 را په دي خوا په يو تروريستي سازمان کي د غړيتوب او د نورو جرايمو په تورونو تر څارني لاندي نيولي ؤ.

اروپايي هيوادونه له کلونو را په دي خوا د زور پالونکو له ګواښونو سره مخامخ دي. وخت په وخت د هغوي امنيتي ځواکونه توانيدلي دي چي مشکوک انفرادي ترهګر او يا ډلي ونيسي. هغوي سره دا ويره ده چي نه شي د مادريد د 2004 کال او د لندن د 2005 کال پيښي تکرار شي، د کومو په نتيجه کي چي څه د پاسه 200 تنه ووژل شول.

ویل کيږی چی د نيول شوو مشکوکو ترهګرو د حملی هدف د اورګادی تم ځايونه ؤ
ویل کيږی چی د نيول شوو مشکوکو ترهګرو د حملی هدف د اورګادی تم ځايونه ؤانځور: AP

آلمان تر زياتي کچي له دغو ډول بريدونو څخه تر اوسه پوري بچ پاتي شوي، که څه هم وخت په وخت د زور پالونکو مسلمانانو په انترنتي پاڼو کي ورته ګواښونه شوي او امنيت چارواکو يی خبرداري ورکړي چي ښايي په دي هيواد کي ځني پټ زور پالونکي موجود وي.

د آلمان حکومت په دی نظر دی چي په افغانستان کي د خپلو کابو 5000 سرتيرو سره، هيواد يي د ترهګرو د احتمالي بريدونو هدف دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په تير نومبر کي د يو لړ تروريستي بريدونو د ګواښونو له امله په خپلو هوايي ډګرونو، د اورګاډو تم ځايونو او داسي نورو مهمو تأسيساتو کي امنيتي تدابير ټينګ کړل، خو وروسته يي په دي اړه خبرداري بيرته ليري کړ.

پوځي اډه

يو بل دليل چي ولي آلمان د زور پالونکو د حملو هدف نيول شوي ښايي دا هم وي چي په دي هيواد کي د امريکا متحده ايالاتو ستري اروپايي پوځي اډي پرتي دي

د مارچ په مياشت کي يو وسلوال ځوان سړي چي د کوزوو څخه ؤ، په فرانکفورت کي دوه امريکايي سرتيري ووژل او دوه نور ټپيان کړل. د آلمان څارنوالي په هغه وخت کي وويل چي ښايي د دغي حملي انګيزه په افغانستان کي د جګړي پر سر غوصه وي.

رويترز/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي