1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«په آسترالیا کې پر خلکو موټر ځغلوونکی، افغان دی»

۱۳۹۶ دی ۱, جمعه

پولیسو د جمعې په ورځ ویلي چې ۳۲ کلن افغان چې د میلبورن ښار په یوه پلي لار باندې یې پر خلکو موټر ور ځغلولی له روغتون څخه رخصت شوی او اوس د پلټونکو له خوا ترې پلټنې روانې دي.

https://p.dw.com/p/2pocw
Auto fährt in Australien in Menschenmenge
انځور: picture-alliance/dpa/J. Castro/AAP

د رسنیو په حواله دغه کس سعید نوري نومیږي او له افغانستان څخه آسترالیا ته د یوه مهاجر په توګه ورغلی دی. پولیس وايي چې دغه کس پر نشه یي توکو د روږدې کیدو او همدا راز عصبي او رواني ستونزي هم لري.

د پولیسو له خوا د میلبورن دغه پیښه یو «عمدي عمل» بلل شوی او له ترهګرۍ سره اړیکه نه لري. دا ځکه چې د پولیسو په وینا تر اوسه پورې په دې هکله هیڅ داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې دغه کس دې له ترهګرو  یا سخت دریځه سیاسې ډلې سره اړیکې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو سرپرست کمیسار شان پاتون بیا ویلي دي چې پولیس لا هم د دې کار د انګیزې د موندلو په لټه کې دي او زیاتوي چې تورن کس په خپلو لومړنیو پلټنو کې د غږونو او خوبونو په هکله خبرې کړي دي.

پاتون خبریالانو ته په دې هکله وویل چې: «نوموړي [تورن نیول شوي کس] همدار راز خپلو ځینو کړنو ته له مسلمانانو سره د ناوړه چلند له قضیې سره هم ربط ورکړی دی.»

بل لوري ته بیا د آسترالیا لومړي وزیر تورنبول ویلي دي چې هغه موقف چې له ده شریک شوی دا دی چې په دې پیښه کې له ترهګرۍ سره کومې اړیکې نه دې موندل شوي. نوموړي همدا راز ویلي چې: «اوس [د دې پیښې تر شا] هره انګیزه چې وه، دا یوه ډارن او بدمرغه عمل وو، خو زه ټولو آسترالیایانو ته دا ډاډ ورکوم چې دا د یوه کس له خوا ترسره شوې پیښه وه. موږ باید خپل ورځني ژوند ته د تل په شان ادامه ورکړو.»

د دې ښار د پولیسو له ادارې څخه یو پولیس چې رخصت یې اخیستې وو، د دې ټکان ورکونکي برید د اتل په توګه راڅرګند شوی. وروسته له هغې چې دغه کس موټر ولید چې د خلکو پر لور ور وځغلول شو، نوموړي پر دې موټر پسې خپل موټر ور وځغلوه او د اعلاناتو د یوې پای یا بیلبورد لور ته ټیله کړی دي چې له امله یې موټر ودرید. تر دې وروسته هغه د پولیسو تر راتګ پورې نوموړې شکمن کس په خپله ولکه کې ساتلی وو.

په دې پیښه کې د پولیسو د دې افسر لاس ټپي شوی او پولیس چې په چټکۍ سره د پیښې سیمې ته رسیدلي وو، له موټر څخه یې بریدګر د بې هوښۍ په حالت کې ونیو.

د پیښې پرمهال یو دوهم نیول شوی کس وروسته له هغه چې معلومه شوه له دې برید سره تړاو نه لري، بیرته آزاد کړل شو. هغه د پیښې پرمهال د پیښې فلم اخیست او پولیسو د هغه په بکس کې یوه چاړه هم موندلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې پیښه کې د ټپي شوو ۱۷ کسانو له ډلې څخه ۹ یې د بهرنیو هیوادونو اتباع دي. له دې ډلې څخه د دریو ټپیانو حالت چې اوسمهال په روغتون کې دي، د اندیښنې وړ ښوول شوی دی. په دې پیښه کې نور بهرني اتباع د جنوبي کوریا، وینزویلا، هندوستان، آیرلنډ، ایټالیا، چین او نیو زیلاند هیوادونو اوسیدونکي دي.