1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنېټا: پاکستان سره د اړیکو ساتلو پرته بله چاره نشته

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي چې د دې اندېښنو سره سره چې اسلام آباد د اسلامي اورپکو سره اړیکي لري، امریکا د پاکستان سره د یو ملګري په توګه د کار کولو پرته بله لاره نه لري.

https://p.dw.com/p/12I8q
د امریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر
د امریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیرانځور: AP

د سه شنبي په ورځ په واشنګټن کې د ملي دفاع په پوهنتون کې پوځي افسرانو ته په وینا کې هغه ویلي دي چې د پاکستان سره په اړیکو کې مشکلات شته، ځکه چې د اسلام آباد د دولت ځیني کړۍ د حقاني شبکې او لشکر طیبه سره اړیکي لري. د هغه په وینا د حقاني شبکه په ګاونډي هیواد افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه کوي.

هغه ویلي :« هغه څه چې دا مسئله نوره هم پیچلې کوي هغه دا ده چې هغوی ( پاکستان) د حقاني ډلې سره اړیکي لري، او د حقاني شبکه د پولي په بل اړخ افغانستان کې زمونږ پر پوځونو بریدونه کوي.»

پدغه غونډه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن هم موجوده وه پنېټا وویل: « دا روښانه خبره ده چې د هغوی تر منځ اړیکي شته.»

پنېټا چې په نږدې وخت کې د استخباراتي شبکې د مشرۍ څخه لاس په سر او د دفاع وزیر شو ویلي :« د پاکستان او لشکر طیبه تر منځ اړیکي شته. تاسو پوهیږی دا هغه ډله ده چې هندوستان ته ځي او دغي ډلې هلته بریدونو هم تر سره کړي.»

همداراز هغه زیاته کړې چې ځیني وخت پاکستاني چارواکې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د کارکوونکو ویزې هم نیسي. خو هغه زیاته کړې چې ځیني داسي مهمي ګټي شته چې مونږ باید خپلې ملګرتیا ته ژمن پاتې شو.

پنېټا زياته کړې چې د پاکستان سره د اړیکو د ساتلو پرته بله چاره نشته او هغه ځکه چې امريکا په سيمه کي په جګړه بوخته ده. نوموړي ويلي: « مونږه هلته د القاعدې پر ضد جنګیږو او پاکستان مونږ سره په دې برخه کې مرسته کوي.»

پنېټا زیاتوي : « پاکستان په سیمه کې یو مهم ځواک دی او اتومي وسلې لري. او مونږه مجبوره یو چې تشویش ولرو چې د دغو اتومي وسلو سره به څه کیږي.»

د پنېټا څخه وپوښتل سول چي ايا پاکستان و چين ته په رښتيا اجازه ورکړې وه چي د لوېدلي امريکايي الوتکي څخه ليدنه وکړي. د هغې الوتکې چي د پاکستان و پلازمېني اسلام آباد ته څېرمه په اېبټ آباد کي د اُسامه بن لادن پر ضد د عملياتو پر وخت رالوېدلې وه.

پینټا وویل: « زه پر دې تبصره نه شم کولې، ځکه چې دا د استخباراتي کړیو پورې اړه لري.»

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: احمد ولي اڅکزی