1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا: امریکا د افغانستان د جګړې وروستي پړاو ته رسیدلې ده

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، د پنجشنبې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. هغه په دې لیندنه کې افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان ته ژمنه پاتې شي.

https://p.dw.com/p/17Hna
انځور: Reuters

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امریکايي چارواکي وایي چې امریکا اوس له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو پر ایستلو باندې غور کوي. په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایله پورې ټول بهرني جنګي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

افغان ولسمشر حامد کرزی، اوس په متحده ایالاتو کې دی. هغه د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد له دفاع وزیر لیون پنیتا، سره ولیدل. پنیتا له ولسمشر کرزي سره د لیدنې پر مهال وویل: «تر یوې اوږدې او ستونزمنې دورې وروسته اوس موږ بالاخره د یوه بااقتداره افغانستان د جوړولو وروستي پړاو ته رسیدلي یو.»

ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما، سره په سپینه ماڼۍ کې وویني. هغه په داسې حال کې متحده ایالاتو ته سفر کوي چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې یو څه ستونزمنې شوي دي. د دغو اړیکو د ستونزمنیدو یو لوی لامل د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفرم کې کسانو له خوا پر امریکایي او نورو بهرنيو ځواکونو باندې بریدونه دي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني جنګي ځواکونه افغانستان پریږدي او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. خو امریکا په دې هیواد کې د خپلو ۳۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ سرتیرو د ساتلو په اړه څیړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې امریکايي چارواکو ویلي وو چې دا هم له امکانه لیرې نه ده چې امریکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې خپل هیڅ یو سرتیری هم پرې نه ږدي.

که څه هم ولسمشر کرزی وخت نا وخت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر ځینو فعالیتونو باندې نیوکې کوي، خو دا لا معلومه نه ده چې افغان ځواکونه به د امریکايي سرتیرو له مرستې پرته، څرنګه خپل فعالیتونه پرمخ بوځي. یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هیواد د امنیتي مسوولیتونو پر غاړه اخیستو ته چمتو نه دي.

له پنیتا سره د لیندنې پر مهال ولسمشر کرزي هم وویل چې هغه ډاډمن دی چې د خپل سفر پر مهال به د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په اړه یوه داسې موافقه وشي چې په کې د دواړو هیوادونو ګټې تظمین شوې وي.

متحده ایالات غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د هغوی احتمالي پاتې کیدونکي سرتیري قضایي مصؤنیت ولري. دغې پوښتنې ته ښایې د ولسمشر کرزي او اوباما د جمعې د ورځې په لیدنه کې ځواب ورکړل شي.

کرزي له پنیتا سره د خپلې لیندې پر مهال وویل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم ښاغلي وزیره، چې افغانستان به وشي کولای چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو خلکو او ځواکونو ساتنه وکړي.»

امریکا ته د ولسمشر کرزي د سفر تر ټولو مهمه برخه د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره لیدنه ده. دغه لیدنه ښايي دې پوښتنې ته چې امریکا به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل سرتیري وساتي او که نه، ځواب ووایي.