1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او ترکيې تر منځ د اختلافاتو ډيريدل

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ګواښ کړی که چيرې ترکيه له روسي څخه د ایس ۴۰۰ توغنديو ضد دفاعي سيستم رانیسي، دوی به دغه هیواد د اف ۳۵ جنګي الوتکو له پروګرامه په بشپړ ډول وباسي. د ترکيې ولسمشر بيا له روسيې سره پر معاملې ټينګار کوي.

https://p.dw.com/p/3K49e
F-35 Kampfjet
 اف ۳۵ جنګي الوتکې چې په پام کې  ده  د ناټو غړو هيوادونو د پخوانيو الوتکو ځای ونيسيانځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

امريکا متحده ايالاتو ترکيې ته حد اکثر د روان ميلادي کال د راتلونکې مياشتې (جولای) تر پايه وخت ورکړی تر څو له روسيې څخه د «ایس ۴۰۰» ډوله توغنديو ضد دفاعي سيستم له اخيستلو د انصراف اعلان وکړي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) به د جمعې په ورځ د جون ۷مه، په هغه صورت کې چې انقره دغه غوښتنه په ټاکلي وخت کې ونه مني، د ترکيې پر وړاندې تحريمونه ولگوي.

پنټاګون دغه راز خبرداری ورکړی چې د دغه مهلت په بشپړيدو سره به هغه ترکي پيلوټان چې د ايف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو سره په امريکا کې د روزنې په حال کې دي له دغه هيواده وتلو ته اړ شي. په پام کې ده چې دغه الوتکې د شمالي انتلانتيک تړون (ناتو) غړو هيوادونو په اختيار کې ورکړل شي.

د امريکا دفاع وزارت وايي سربيره پر دې، د اف ۳۵ نوي ماډل جنګي الوتکو په جوړولو کې د ترکيي شرکتونو دايمي ګډون منتفي نه دی.

د امريکا د دفاع وزارت سرپرست پاتريک شاناهان خبريالانو ته وويل چې پنټاګون دغه تصميم په کتبي ډول خپل ترکي سیال حلوصي آکار را ته استولی دی. هغه وويل په هغه صورت کې چې انقره له ځانه نرمښت ښکاره نه کړي، امريکا به نه يوازې پر ترکيي پيلوټانو روزنه ودروي، بلکې دغه هيواد ته د اف ۳۵ جنګي الوتکو له ورکولو څخه به هم ډډه وکړي.

S-400 Flugabwehrraketenregiment auf der Krim im eingesetzt
د روسيې د توغندويو ضد ایس ۴۰۰ دفاعي سيستم، د آرشيف انځورانځور: picturealliance/A. Pavlishak/TASS/dpa

دا په داسې حال کې ده چې ترکيې تر اوسه د دغه ډول د سلو جنګي الوتکو د اخيستلو فرمايش امريکايي شرکت «لاکهيد مارتين» ته ورکړی دی.

واشنګتن غواړي ترکيه د توغنديو ضد روسي ایس ۴۰۰ دفاعي سيستم پر ځای، د «پيترويوټ» په نوم امريکايي دفاعي سيستم څخه کار واخلي.

خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان بيا په دې برخه کې له روسيې سره پر معاملې ټيڼګار کوي. هغه ويلي دي چې انقره د دې قصد نه لري چې په دې برخه کې له مسکو سره خپل توافقات لغوه کړي. هغه تازه ويلي دي چې مسکو ترکيې ته د توغنديو ضد دفاعي سيستم په برخه کې لا مناسب وړانديزونه وړاندې کړي

د ایس ۴۰۰ دفاعي سيستم جوړونکي روسي شرکت ويلي دي چې د دغه سیستم لومړني تجهيزات به «تر شاوخوا دوو نورو مياشتو پورې» ترکيې ته سپارل کيږي او له ترکيې سره په دې تړاو توافقات په يو «ښه مسير کې» روان دي.

د ترکيې دفاع وزارت شا او خوا دوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د دوی سرتيرو په روسيه کې د ایس ۴۰۰ ډوله دفاعي سيستم روزنه پیل کړې ده. که چيرته دغه جنجالي توافق، د اعلان شوي پلان سره سم ترسره شي، تمه ده چې په لاره اچول او نصبول به يې د روان کال په مني کې پای ته ورسيږي.

دلته له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ: