1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون او د داعش ميراث

۱۳۹۶ دی ۲۳, شنبه

د «اسلامي دولت» په نوم تروريستي سازمان په سوريه او عراق کې تر ډېره له ماتې سره مخامخ شوی دی. د متحده آیالاتو د پوځ په حواله داعش په دغو هېوادونو کې ۹۸ سلنه هغه خاوره چې پخوا يې تر ولکې لاندې وه، له لاسه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/2qnDq
Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د سوريې، عراق او متحده آيالاتو د پوځيانو هدف دا دی چې پاته دوه سلنه خاوره هم له داعش څخه ونيول شي. د دې هدف له پاره د امريکا د دفاع وزارت په دې وروستيو کې ډېر هوايي بريدونه تر سره کړي دي. د جنګي الوتکو، چورلکو او بې پيلوټه طيارو تر څنګ له توغنديو او توپخانو څخه هم کار اخيستل شوی دی.

د پنټاګون وياندې، داينا وايټ، وويل چې داعش «ټوټې ټوټې او مات شوی» دی. خو اوس بايد د هغې په خبره نيول شوې سيمې داسې وساتل شي «څو داعش هيڅکله بېرته رافعال نه شي». خو دغه هدف په ډېرې سختۍ لاس ته راوړل کيږي. علت يې دا دی چې داعش ښايي په عراق او سوريه کې تر ډېره په فزيکي لحاظ مات شوی وي، خو ايډيالوژي يې لا ژوندۍ پاته ده. د پنټاګون پر ويبسايټ ويل شوي دي چې داعش د اوږدې مودې له پاره رامنځ ته شوی يو سازمان دی، چې د نويو څانګو د جوړولو د سيستم له مخې تداوم پيدا کوي.

د داعش د ايډيالوژۍ په وړاندې مبارزه

له دې کبله بايد د هَغه «تصور» په وړاندې مبارزه وشي چې خلک يې له داعش څخه لري. د پنټاګون د څرګندونو په حواله د دې امکان چې دغه مبارزه هم وګټل شي، تر ډېره موجود دی. داسې ويل کيږي چې «د داعش په نوم پديده د هغوی د خلافت په فزيکي سقوط سره خپل جذابيت هم له لاسه ورکوي. د داعش تر حکم لاندې د ژوند د هيبتناکې بڼې په اړه کيسي هم په دغه پرمختګ کې مرسته کوي.»

سره له دې هم داعش لا په بشپړه توګه نه دی مات شوی. دغه جهادي سازمان اوس د الجزيره خبري شبکې په خبره خپلې د جنګ پخوانۍ بڼې يعنې چريکې جګړې ته بېرته ستون شوی دی. بله خبره دا ده چې که رضاکاره افراد وغواړي د داعش په ليکو کې جذب شي، نو هغوی په ترکيه کې له ستونزو سره مخامخيږي او له سوريې سره له کلکې څارل شوې پولې څخه نه شي اوښتلی.»

فکري اوضاع

د هغو کسانو تر څنګ چې له خارج څخه ورځي، د سوريې او عراق امنيتي ادارو ته نورې ستونزې هم ګوري: هغه د داعش تر ولکې لاندې په پخوانو سيمو کې د داعش ايډيالوژيک او فکري پاته شوني دي. سره له دې چې داعش په اکثرو سيمو کې له دريو کلونو زيات مسلط نه و، خو د ځوانانو له پاره درې کاله ډېر عمر دی، په تېره بيا د ماشومانو له پاره چې په ډېر واړه سن يې لا د داعش تاوتريخوالی تجربه کړی دی.

مثلا دا چې سزا او اعدام په عامه محضر کې ورکول او تر سره کېدل. دان وېګې منس، چې د لايدن پوهنتون د امنيتي او نړيوالو چارو په انستېتوت پورې اړه لري، د «آل مونيتور» انترنېټي مجلې ته ويلي دي چې که دغسې ماشومان «خپله هم داسې روزنه نه وي ليدلې، خو هغوی ښايي په يوه جنګ ځپلې سيمه کې د ژوند خاطرات هم له ځانه سره ولري.» دا په دې معنی ده چې ځوانانو په دغه وخت کې د ليک لوست پر ځای د وسلو استعمال زده کړی دی.