1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا: له افغانستان څخه خپلو استخباراتي عملياتو ته دوام ورکوو

۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

وروسته تر هغه چي په ايران کي را غورځول سوې بې پيلوټه الوتکه معلومه سوه چي د امريکا د متحده ايالاتو ده، اوس ددغه هيواد د دفاع وزير وايي، چي متحده ايالات به د افغانستان له خاوري څڅه دغه ډول عملياتو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/13TJE
پنیتا اوس د افغانستان په سفر بوخت دی
پنیتا اوس د افغانستان په سفر بوخت دیانځور: dapd

د امريکا ددفاع وزير، ليون پنيتا، ويلي دي چي هيواد به يې د افغانستان له خاوري څخه خپلو استخباراتي عملياتو ته دوام ورکړي. هغه په دې اړه په ايران کي د امريکاد بې پيلوټه الوتکي وروستي استخباراتي عملياتو ته اشاره وکړه.

پنيتاچي د ولسمشر کرزي سره يې يو ځای په يوه خبري کنفرانس کي ګډون کړی وو، پر ايران د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو په اړه پوښتنو ته مرموز ځوابونه ور کړل.

خو هغه دا خبره روښانه کړه چي متحده ايالات به په راتلونکي کي هم د افغانستان له خاوري څخه پر ايران د استخباراتي عملياتو د ترسره کولو په هدف کار واخلي.

د هغه په خبره دغه شان عمليات د افغانستان او امريکا په ګټه دي:

«ځيني داسي عمليات شته چي زه نه غواړم د هغوئ په هکله خبري وکړم. خو کولای شم ووايم، چي موږ دغه عمليات د افغانستان او امريکا د ساتني له پاره تر سره کوو. دغه شان عمليات به دوام پيدا کړي.»

دوې اونۍ مخکي يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه په ايران کي را وغورځول سوه. دغه الوتکه پر ايران د استخباراتي عملياتو د تر سره کولو په حال کي وه.

ايران ادعا کوي چي الوتکه يې ويشتلې خو امريکا بيا د الوتکي د را لوېدو دليل تخنيکي ستونزي يادوي.

پنيتا په خبري کنفرانس کي وويل، چي امريکا غواړي د افغانستان له خاوري څخه د متحده ايالاتو او دغه هيواد د خلکو د خوندي ساتلو په موخه ځيني عمليات په لاره واچوي.

دا په داسي حال کي ده چي له افغانستان څخه پر ايران د استخباراتي عملياتو دوام به ولسمشر کرزی له سخت وضعيت سره مخامخ کړي.

ولسمشر کرزي بيا په دې خبري غونډه کي وويل، چي هيواد يې نه غواړي د متحده ايالاتو او ايران په جنجالونو کي ښکېل شي.

هغه زياته کړه چي هيله لري د افغانستان له خاوري څخه د يوه بل هيواد په وړاندي کار وا نه خيستل شي. کرزي په خپلو خبرو کي وويل چي افغانستان له خپلو ټولو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دئ.

دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال افغانستان او متحده ايالات پر داسي يوستراتيژيک تړون کار کوي چي له مخي به يې امريکا په افغانستان کي پوځي اډې ولري.

دا چي په افغانستان کي د امريکايي پوځي اډو شرايط څه دي او امريکا به له هغو څخه څرنګه کار واخلي، لا په بشپړه توګه روښانه نه دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: پروين مومند