1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر بهرنیو سرتیرو بریدونه شخصي لاملونه لري»

۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبه

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاگون) د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو له ډلې څخه یوازې یوولس سلنه ئې په افغان امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ له کبله کیږي.

https://p.dw.com/p/15sD6
انځور: Getty Images

د پنتاگون یوه ویاند ستیفن وارن، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یوې څیړنې په حواله ویلي دي چې په دې هیواد کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندې د بریدونو ۹۰ سلنه د شخصې لاملونو له کبله کیږي، نه د طالبانو د نفوذ په پایله کې.

په رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې په هغه اندازه چې اندیښنې موجودې وې نفوذ نه دئ کړی خو په عین وخت کې ئې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندې د بریدونو په مخنیوي کې د ناټو د وړتیاو په اړه ځینې پوښتنې رامنځ ته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه افغان سرتیرو ته وسپاري.

تر دې یوازې څو ورځې مخکې پنتاگون اعلان کړی وو چې په افغانستان کې به د خپلو استخباراتي ځواکونو شمیر ډیر کړي. خو ښایي دا کار د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو باندې د بریدونو مخه تر ډیره بریده و نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندې د بریدونو شمیر د زیاتیدو په حال کې دئ. دغه ډول بریدونو ته «شین پر زرغون» بریدونه هم وایي.

د دغه ډول بریدونو په وروستۍ پېښه کې د جمعې په ورځ یوه وگړي چې له شپیتو کلونو څخه ئې ډیر عمر لاره او تازه د افغان پولیسو لیکو ته جذب شوی وو لږ وروسته تر هغه چې په پرانیستونکو مراسمو کې خپله وسله تر لاسه کړه دوه امریکايي سرتیري ووژل.

ناټو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې ښکاره شوې نه ده چې دغه وگړي ولي پر بهرنیو سرتیرو باندې برید کړی دئ خو د هغوی په خبره په دې اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امریکایي چارواکي وایي چې د دغه شان بریدونو د مخنیوي له پاره ئې ځینې تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي چې په هغو کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه د داسې کسانو ایستل هم شامل دي چې تاوتریخوالي ته د اوښتو امکان ئې موجود وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض