1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پنتاګون: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون ویلي چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې سیمه ایز مشران لا هم له طالبانو سره نیږدې اړیکي لري او زیاتوي چې طالبان اوس هم پر بهرنیو او امریکايي ځواکونو باندې د برید کولو دوامداره علاقه لري.

https://p.dw.com/p/3efmI
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په هکله د توافق له مخې، طالبان اړ دي چې القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې قطع کړي او له افغانستان څخه د یوه خوندي پټڼځای په توګه د کار اخیستنې په برخه کې د دغې ترهګرې ډلې مخنیوی وکړي. د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په تازه رپوټ کې راغلي چې د دې تړون سربیره بیا هم طالبانو د القاعدې د هند له برخې سره ګډ کار ته ادامه ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس له پاره د دې هیواد د دفاع وزارت یا پنتاګون په تازه رپوټ کې راغلي: «د القاعدې شبکې د هند څانګه لا هم د طالبانو د ټیټې کچې له جنګیالیو سره کار کوي او د هغوی ملاتړ کوي څو د افغانستان حکومت تر پوښتنې لاندې راولي او په سیمه کې پر غربي اهدافو او امریکايي ځواکونو باندې د برید له پاره دوامداره علاقه لري.» په دغه رپوټ کې همدا راز زیاته شوې چې «د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو سربیره بیا هم د القاعدې شبکې د هند څانګه په افغانستان کې له طالبانو سره نیږدې اړیکې لري او تر ډیره پورې دغه اړیکې پر روزنو او محافظت پورې تړلي دي.»

د پنتاګون دغه تازه رپوټ داسې مهال خپریږي چې ملګرو ملتونو هم تیره میاشت د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ پر اړیکو باندې یو رپوټ خپور کړی وو. ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې موندلي وو چې طالبان او القاعده لا هم نیږدې دي او له امریکا سره د مذاکراتو په هکله دوامداره سلا مشورې کوي.

Syrien Aleppo Al-Qaida
انځور: picture-alliance/Pacific Press/I. Khader

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د چارو ځینې کتونکي د واشنګټن د ساده توب په هکله پوښتنې کوي. د افغانستان د سیاسي چارو کتونکي وايي چې آیا واشنګټن دومره ساده دی چې فکر وکړي طالبان به د القاعده شبکې د محدودولو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.

د پنتاګون په تازه رپوټ کې همدا راز زیاته شوې چې د القاعده شبکې مرکزي غړي لا هم په افغانستان او سیمه کې موجود دي خو د ترهګرۍ ضد د ائتلاف پوځي فشارونه د دې سبب شوي چې دغه ترهګره ډله د طالبانو له ملاتړه پرته په افغانستان کې خپل عملیات محدود کړي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې هم د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د نیږدې هکاریو موضوع ته اشاره شوې وه او پکې راغلي چې «دواړه ډلې [طالبان او القاعده] د ملګرتیا، د ګډو هڅو د ګډ تاریخ، د نظریې او ان په خپلو کې د خیښیو په اساس لا هم نیږدې دي.»

د روان کال په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو د تړون له مخې باید د مارچ میاشتې پر ۱۰مه نیټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، خو د خنډونو له کبله دغه مذاکرات لا هم نه دي پيل شوي. د مذاکراتو پر وړانډې یو اصلي خنډ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې موضوع په ګوته کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟