1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کنيسه بريد: په آلمان کي يهوديان تر ګواښ لاندي

۱۳۹۹ مهر ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان په هامبورګ کي پر يو يهودي محصل تر بريد وروسته دا بحث بيا تود سوی دی چي يهوديان په آلمان کي څومره خوندي دي؟

https://p.dw.com/p/3jVTX
Deutschland Nach der Attacke vor Hamburger Synagoge
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture-alliance

د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر ۴مه) د آلمان د هامبورګ ښار په آيمسبيوټل ناحيه کي پر يوه يهودي محصل هغه وخت د کوچني يوم په مرسته بريد وسو، چي هغه غوښتل د دغې ناحيې «هوهه وايډه» کنيسې ته داخل سي. دغه محصل د يهوديانو کوچنۍ خولۍ «کيپا» پر سر کړې وه او د دغې کنيسې د غړو په وينا په دې توګه له ورايه معلومېدی چي يهودي دی. بريدګر د بريد په ځای کي ونيول سو چا چي د آلماني پوځ عسکرو ته ورته جامي پر ځان وې.

يو کال مخکي يعني د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۹مه نېټه هم په آلمان کي پر يوې کنيسې بريد سوی وو. هغه وخت هم يو د عسکرو په جامو ملبس کس د يهوديانو په مهم مذهبي اختر «يوم کيپور» باندي پر کنيسې د بريد هڅه کړې وه. خو دا چي د کنيسې دروازه تړلې وه او دغه کس ونه توانېد چي کنيسې ته ننوزي نو يې دباندي دوه نور کسان په ډزو ووژل. دغه بريدګر له يهوديانو سره د ضديت له کبله دغه بريد کړی وو.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي په هامبورګ کي پر يهودي محصل بريد کوونکی او پر سر د هغه سخت ژوبل کوونکي کس له ځان سره د نازيانو رسم سوی سمبول لاره. د آلمان اړونده امنيتي اداره اوس پلټني کوي چي ايا دغه بريد سياسي مقاصد لرل که څنګه. چارواکو ويلي دي چي دغه پېښه يې داسي درجه بندي کړې چي ګواکي بريد ګر د يهوديانو سره د ضديت لرولو له کبله غوښتل و کنيسې ته پر راتلونکو کسانو وژونکی بريد وکړي.

په هامبورګ کي پر يهودي محصل بريد کوونکی ۲۹ کلن قزاقستاني الاصله آلمانی د پوليسو له خوا نيول سوی او د رواني ناروغيو يو مرکز ته معرفي سوی دی. اړوند قاضي د دغه کس د نيولو حکم هم صادر کړی.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د بريدګر په هکله اټکل کيږي چي حد اقل تر دې اندازې رواني تکليف لري چي د جرم کولو پړه يې تر يوې اندازې په راکميدلای سي.

د يهودو پر وړاندي له ضديت سره د مبارزې ځانګړي مامور، فيليکس کلاين، پر يهودي محصل د بريد له کبله سخته خواشيني ښودلې ده. هغه روښانه کړې ده چي دغي پيښې ښودلې «چي په آلمانۍ ټولنه کي له يهوديانو سره د ضديت، د هغه لاملونه او پر وړاندي يې پر اړينو اقدماتو بحث څومره اړين دی.» نوموړي دا څرګندوني دويچه ويله ته وکړې. د هغه په وينا دا د ټولې ټولنې وظيفه ده.

په هاله کي تر بريد وروسته بدلونونه

په هامبورګ کي تر بريد وروسته بحثونه تاوده سوي دي چي په آلمان کي کنيسې څومره خوندي دي. په زياته تېر کال د اکتوبر په مياشت د آلمان په هاله ښار کي پر کنيسې تر بريد وروسته دغه موضوع خورا توده سوې وه.

دا چي په ياد بريد کي د کنيسې دننه عبادت کوونکو او بريدګر تر منځ صرف د لرګي يوه دروازه خنډ وګرځېده، د تنقيد کوونکو په وينا يوه وجه يې په زاکسن انهالت ايالت کي پوليس ول. د دغي کنيسې ساتنه په دوامداره توګه پوليسو نه وه کړې، بلکي کله کله به د پوليسو ګزمه ورته راتلله.

په آلمان کي د يهوديانو د مراکزو امنيت ځکه يو حساسه موضوع ده، چي د نازيانو په وخت کي په آلمان کي په سيستماتيکه توګه د يهوديانو ولسوژنه سوې ده. له همدې وجي په هاله کي تر بريد وروسته ډېر اقدامات سوي دي. له دغي پيښي وروسته د آلمان په زياتو ايالتونو کي د يهودي اتحاديو سره مرستي پراخي سوي دي. د ايالتونو له داخله وزارتونو څخه د پوښتل سوو پوښتنو په جواب کي څرګنده سوې چي يهودي مراکزو ته د مردک ضد دراوازو، ساتونکو کټارو او د داخلېدو پر وخت د امنيتي وسايلو د لرلو له پاره پيسې ورکول سوي دي. د آلمان حکومت اعلان کړی وو چي د سته اقداماتو تر څنګ به په آلمان کي د يهودي مراکزو د ساتنې له پاره ۲۲ ميليونه يورو نور هم مصرف کړي.

په دغي پانګوني سره د آلمان حکومت ويل چي غواړي په ټول آلمان کي د يهودي مراکزو د ساتنې معيارونه سره برابر او همږغه کړي.

د رسنيو د راپورونو له مخي د آلمان د هامبورګ اړونده چارواکي او ادارې اوس دا ارزونه کوي چي د کنيسې د ساتنې له پاره نور څه ډول اقدامات اړين دي.

د مالي تمويل ستونزه

د ورته زياتي سوي پاملرنې باوجوده بيا هم د يهوديانو زيات ديني مراکز ځان ته دي. رونن شتاينکه د «يهوديانو ضد ترهګري» تر عنوان لاندي کتاب ليکلی دی چي پکښي په هاله ښار کي تر بريد وروسته د يهودي ديني مراکزو د امنيت په تړاو پکښي تحقيق سوی دی. هغه وايي: «دولت بايد د کنيسو د امنيت ساتنې ۱۰۰ فيصده مصارف پر غاړه واخلي او نه ۵۰، ۷۰ يا ۸۰ فيصده.» نوموړي دا څرګندونې څو اونۍ تر مخه په برلين کي د يوې رسنيزي مباحثې پر وخت وکړې. د هغه په وينا د ګواښونو مخه نيول د دولت دنده ده او نه د قربانيانو. هغه زياته کړه چي «بل هر څه د احترام وړ نه دي.»

د يهوديانو د ديني مراکزو د ساتنې تر ټولو لوی قلم مصارف د خصوصي پرسونل مصارف وي. د آلمان د فرانکفورت يهودۍ ټولنه چي د ۶۵۰۰ په شاوخوا کي غړي لري، هر کال تر يو ميليون يورو څخه زياتي پيسې پر خصوصي پيره کوونکو مصرفوي. دغه مصارف د يادې ټولنې د ټولو کلني مصارفو ۹۰ فيصده برخه ده. دا له دې کبله هم ولي چي پوليس صرف په اضطراري حالاتو کي د کنيسې حدودو ته د داخلېدو اجازه لري. دا له دې کبله چي داسي تأثر پيدا نه سي چي ګواکي پوليس د کنيسې له پاره کار کوي.

خو د فرانکفورت د کنيسې دباندي شپه او ورځ د پوليسو يو موټر ولاړ وي. خو د يهوديانو ټولنه دغه امنيت د اړتيا په صورت کي کافي نه بولي. له دې کبله دغه کنيسه د آلمان د ګڼ شمېر نورو کنيسو په څېر پخپله په خصوصي توګه د خپل امنيت پر ساتنه زيات مصارف کوي.

«ولي بيا بيا تکراريږي؟»

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي په هامبورګ کي تر بريد وروسته پوليس د بريدګر په قابو کولو او نيولو کي بريالي سول. د رسنيو د راپورونو له مخي د پوليسو وياند ويلي دي چي د هامبورګ د اړونده کنيسې امنيت نيونه لا زياته سوې ده. د يهودي ضديت سره د مبارزې له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي استازي کلاين دويچه ويله ته ويلي چي په هامبورګ کي تر بريد وروسته د پوليسو له خوا د بريدګر نيول پر دې دلالت کوي چي د آلمان ايالتونه د يهودي مراکزو د لا بهتره امنيت نيونې موضوع جدي نيسي.

د هامبورګ د کنيسې غړو پر فيسبوک د ياد بريد په تړاو خپل نظر څرګند کړی دی. هغوی د دې تصديق کړی دی چي د پوليسو چارواکو د پيښي په ځای کی سم او «اصولي غبرګون» ښودلی، خو دغه کنيسه به په ډېره دقيقه توګه دا ارزيابي کړي، «چي موږ په راتلونکي کي د دا ډول بريدونو په وړاندي څنګه ځان ساتلای سو.»

د هامبورګ تر پيښي وروسته د يهوديانو د نړيوالي شورا رئيس، رونالد اس لاودره، خپله خواشيني ښودلې ده. هغه ويلي دي چي د هاله د بريد څخه يو کال وروسته يو ځل بيا د يهوديانو د يوم کيپور د لمانځنو پر وخت « يهودي ضد ترهګر بريد» له کبله خواښينی دی. د هغه په وينا پوليسو د واقعې پر ځای چټک غبرګون ښودلی او د دې مخه يې نيولې چي بريدګر نور تاوتريخوالی وکړي، د هغه په وينا خو بيا هم د پوليسو حضور کم و چي پر ۲۶ کلن يهودي محصل د بريد مخه ونيسي. د هغه په وينا آلماني چارواکي بايد له خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړي چي دا ډول پيښي «ولي بيا بيا تکراريږي»؟

ل.ه./ا.ا./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور (11.11.2019):