1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کندهار باندي عمليات روان پوځي حالت ته په خپله ګټه بدلون ورکول دي

۱۳۸۸ اسفند ۹, یکشنبه

په واشنګټن کي د امريکا د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چي د مارجې پوځي عمليات پر کندهار باندي چي د طالبانو د تحريک د زيږېدو ځای دی، مقدمه ګڼل کيږي...

https://p.dw.com/p/MENw
په مارجه کي امريکايي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهال
په مارجه کي امريکايي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهالانځور: AP

د نړيوالو خبري آژانسونو د رپوټونو له مخي په هلمند کي نوموړي عمليات چي پرون يي دوهمه اوني کېده، د پنجشنبي په ورځ هغه وخت د ورو کيدو په لور روان شول چي په مارجه کي چارواکو د افغانستان ملي بيرغ په رپيدو راوست، دغه ښار ګوټي په هلمند کي د طالب اورپکو او د نشه يي توکو د کاراوبار ستر مرکز ګڼل کيده.

په کندهار کي يو امريکايي قوماندان وويل چي په عمومي توګه په جنګي عملياتو کي هوسايي رامنځ ته شوي ده، خو امريکايي ، بريتانوي او افغان سر تيري ښايي څو اوني په مخکي ولري ترڅو د هلمند په ليري پرتوکليو او بانډو باندي کنترول پيدا کړي.

بريد جنرال بن هاجز امريکايي تلويزيون، PBS ته وويل : « ښايي ځيني تيت او پرکي نښتي دوام پيدا کړي، زه ګمان کوم، چي ځيني سختي سيمي په مخکي پرتې دي چيري، چي ښايي لا تراوسه ځيني مرچلي پاتي وي.»

جنرال هاجز يادونه وکړه: «خو ډير سخت عمليات چي موږ درلوده، هغه کابو پای ته رسيدلي دي.»

په 2001 کال کي د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو څخه وروسته د مشترک نومي عمليات تر بل هر وخت څخه ډير پراخ او ستر عمليات دي، چي په هغو کي د نړيوالو ځواکونو تر څنګ يو زيات شمېر افغان ملي امنيتي قوتونه برخه لري.

خو د دې عملياتو تر څنګ پرون د افغانستان په پلازمېنه کابل کي چي تر بل هر ښار څخه د افغان او نړيوالو امينتي ځواکونو له شتون څخه برخمن دي، يو ځل بيا په ناڅابي توګه د څو ځان مرګي بريدونو هدف وګرځيد، چي لږ تر لږ 16 کسان پکښي ووژل شول. په وژل شوو کسانو کي د هند اولويديځو هيوادونو اتباع هم شامل دي.

د مارجې څخه بې ځايه سوي کورنۍ
د مارجې څخه بې ځايه سوي کورنۍانځور: AP

د نړيوالو خبري آژانسونو د معلوماتو له مخي، له مارجې څخه د جګړو له امله څه د پاسه 4000 کورنۍ له خپلو کورنو تيښتو ته مجبوره سوي دي،چي ډيری يې د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه کي ديره شوي دي.

د بشري مرستو ډلي وايي چي دغه خلک بيړنيو مرستو، لکه خوراکي توکو، دارو درمل او سر پناو ته سخته اړتيا لري.

خو ناټووويل چي بازاراونه بيرته پرانيستل شوي اود بيا رغاوني کارونه د پيل په حال کي دي، خصوصا د سړکونو او لارو بيرته جوړول پيل شويدي. په عين وخت کي ناتو خبر داري ورکړ چي ځيني لاري او سړکونه ښايي لا تر اوسه په مينونو فرش وي.

په واشنګتن کي د جمهور رييس بارک اوباما يو لوړ پوړي چارواکي وويل، چي مشترک نوموعملياتو په حقيقت کي د يوې بلي پراخي حملي لپاره چي پر کندهار باندي پلان شوې ده، لاره پرانيستله.

دغه چارواکي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط، د فرانس پرس خبري آژآنس ته په خپلي جملي سره دغه موضوع داسي ياده کړه : « زما په نظر د مارجې عملياتو ډير تاکتيکي بڼه درلوده تر څو د يوي بلي ستري حملي لپاره، چي سږ ميلادي کال په کندهار کي په پام کي ده لاره اواره شي. دا د 2010 کال موخه ده. که چيري غواړو چي روان پوځي حالت ته په خپل ګټه بدلون ورکړو، او د افغان ظرفيت لپاره ځای خالي کړو، موږ بايد همدا سږ ميلادي کال پر کندهار باندي عمليات په لاره واچوو.»

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل