1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کابل ښار باندي توغنديي يرغل وسو

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه

نن سه شنبه سهار وختي د کابل ښار پر بېلا بېلو برخو باندي د توغندیو بریدونه وشول. دغه بریدونه چې ویل کیږي ظاهراً د پلازمېني له دوو سیمو تر سره شوي دي په ترڅ کې یې دوه تنه ژوبل شوي دي او ډير مالي زیانونه یې اړولي دي.

https://p.dw.com/p/16hcr
انځور: picture-alliance/ ZB

د کابل د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا، درې توغندی نن سه شنبه(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۳) سهار شاوخوا شپږ نیمي بجې د ښار له سویل او ختیځو برخو د مرکزي سیمو پر لور وتوغول شول چې د ښار چوپتیا یې ماته کړه.

لومړی توغندی د ایساف مرکزي قوماندانۍ ته نژدې د وسله والو ځواکونو د مسلخ ودانۍ ته څيرمه ولگید او مالي زيان يې واړاوه.

نور توغندی د کابل هوايي ډگر او د یوه خصوصي تلویزیوني چينل ودانۍ ته څيرمه لگېدلي دي، چې د کابل هوايي ډگر د نړیوال ترمینل ځیني برخي يې هم زیانمني کړي دي او د تیلو یوه زیرمه یې هم سوځولې ده.

دا له تیرو څو میاشتو راهیسي پر کابل ښار باندي د خپل ډول لومړی برید دی، چې تر سره کیږي.

د کابل د پولیسو قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین د تلیفون پر ليکه دویچه ویله ته وویل چې د برید کوونکو موخه تر اوسه نه ده معلومه خو دوی هغه سیمي چې ښايي ترې دغه توغندی توغول شوي وي، معلومي کړي دي او څېړونکي ډله سیمي ته رسیدلې ده.

جنرال دواود امین وويل:«دا توغندی د بگرامیو یا دولسمي حوزې او یا هم د الو خیلو له سیمې څخه د ښار پر مهمو برخو توغول شوي دي، یو بل راکټ د ده سبز سیمي څخه توغول شوی دی او له همدې سیمي څخه زموږ جنایي کارکوونکو یو توغندی تر توغولو مخکي کشف کړی دی.»

پر پلازمېنه کابل باندي د نني برید مسئولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دي دمخه تل د دغسي بريدونو پړه وسله والو طالبانو او يا حزب اسلامي ډلي پرغاړه اخيسته.

کابل هغه ولایت دی، چې د امنیت د لیږد په پروسه کي یې ټولي چاري افغان دولت ته وسپارل شوې او اوس یې حتی د ولسوالیو امنیت هم د افغان پولیسو او ملي پوځ په لاس کې دی.

د امنیه قوماندانۍ مرستیال جنرال امین په وینا د پولیسو گزمې په ټولو ولسواليو او ليري پرتو سيمو کي څلرويشت ساعته گزمې کوي. د هغه په خبره، دښمن په ځینو مواردو کې د امنیتي ځواکونو له موقتي تشو څخه گټه پورته کوي.

هغه وايي: «دا راکټونه چې د دښمن له لوري را توغول کیږي دا ړانده وي او خاصه موخه نه لري، دغه توغندی له کومي دستگاه څخه نه را توغول کیږي چې مشخصه موخه ولري، لېکن دښمن په خپل دې کار سره غواړي په خلکو کې ویره خپره کړي او یوازي پر ښار باندي د راکټونو لگېدل د دښمن هدف دی، پرته له دې چې کومه ځانگړې سیمه یې په نخښه کړې وي.»

پر کابل ښار باندي د توغنديو دغه برید تر ډیره ښاریان اندیښمن کړي دي او د بهرنیو موسسو ډیری کارکوونکي هم د امنیتي دلايلو له اسيته نن رخصت شوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل