1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کابل هوایي ډگر برید پای ته ورسید

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د سه شنبې په ورځ تر یوه خونړي ځانمرگي برید وروسته نن سهار وختي یاغیانو د کابل پرهوائي ډگر برید باندې وکړ. طالبانو د دغې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی. برید تر څلور ساعته نښتې وروسته پای ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/1CeLL
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د وینا له مخې یاغياینو د پنجشنبې په ورځ سهار وختي له اتوماتیکو وسلو او راکت لانچرونو سره د کابل پرهوایي ډگر برید وکړ. د نوموړي وزارت چارواکو وویل چې په دغې نښته کې ټول یاغیان وژل شوي دي او د افغان امنیتی ځواکونو یو تن غړی ټپی شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي گل آغا هاشمي، وویل:«حمله پای ته رسیدلې ده او ساحه له یاغياینو څخه پاکه شوې ده. ټول هغه یاغیان چې د جوړولو په حال یوې ودانۍ او د هغې په شا او خوا کې ځای بر ځای شوي ول، وژل شوي دي.»

برید کوونکو د هوایي ډگر تر کار لاندې یوې ودانۍ کې ځای نیولی وو.
برید کوونکو د هوایي ډگر تر کار لاندې یوې ودانۍ کې ځای نیولی وو.انځور: Reuters

د کورنیو چارو د وزارت د امنیتی چارو معین محمد ایوب سالنگي، په تویتر ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي چې په دغه برید کی څلورو یاغیانو گډون لاره: «وروستی یاغي ځان په خپله والوزاوه ځکه چې هغه پوهیده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځواکونه په لاره وو چی هغه ونیسي.»

د پولیسو په یوی بلې وینا کی راغلي دي چې په پیښه کې د امنیتی ځواکونو یو غړی ټپي شوی دی او د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې رپوټ لا تر اوسه پورې نه دی ورکړل شوی. خو د کابل په ملکي هوايی ډگر کې یو شمیر الوتنې ځنډول شوې دي. د نښتې پر وخت د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک ایساف او د افغانستان د ملي پوځ څرخي الوتکې د نښتې د ساحې پر سر الوتې.

د کابل هوايي دگر وخت نا وخت د یاغاینو د توغنډي بریدونو لاندې راځي. د جولای په دریمه د یاغیانو له خوا د توعنديو په یوه برید کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سپرلې یوه ولاړه او درې نورې څرخي الوتکې په نوموړي میدان کې ویجاړې شوې.

د کابل پر هوايي ډگر باندې دغه برید دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې د پکتیکا په ولایت کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۸۹ کسان ووژل. د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې د یاغاینو حملې او ځانمرگي بریدونه په داسې یوه وخت کې زیاتې شوې دي چې افغانستان د لومړي ځل له پاره له دیموکراتیکې لارې د سیاسي قدرت د لیږد په درشل کې دی. خو دغه انتقال هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله اوس له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

په برید کې یو تن افغان سرتیري ټپي شوی دی خو پخپله برید کوونکي بیا وژل شوي دي.
په برید کې یو تن افغان سرتیري ټپي شوی دی خو پخپله برید کوونکي بیا وژل شوي دي.انځور: Reuters

د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون نن وروسته له هغې د ټولو رايیو په پلټنه پیل کوي چې تیره اوونۍ د ولسمشرۍ له پاره دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مینځگړیتوب موافقه وکړه چې رایې له سره وشمیرل شي او «پاکې له ناپاکې» رایو سره بیلې کړای شي. هغوی موافقه کړی ده چی له هغې وروسته به د ټاکنو ورستی پایلې مني او د ملي یو والي حکومت به جوړوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب