1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر پارلمان په بريد کي آی ايس آی مرسته کړې»

۱۳۹۴ تیر ۴, پنجشنبه

د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چي د دغه هيواد پر پارلمان باندي په يرغل کي له وسله والو طالبانو سره د پاکستان استخباراتي ادارې مرسته کړې وه. پاکستان تر اوس پوري په دې اړه غبرگون نه دی ښوولی.

https://p.dw.com/p/1Fn4A
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند حسيب صديقي د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۲۴مه) ويلي دي چي پر افغان پارلمان باندي په يرغل کي له حقاني شبکې سره د پاکستان د استخباراتي سازمان يوه افسر مرسته کړې ده.

د افغانستان پر پارلمان ودانۍ په يرغل کي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۲۲مه) سهار تر سره سو دوه تنه ملکي وگړي ووژل سول او تر ۳۰ زيات ټپيان سول.

دغه يرغل چي نژدې دوه نيم ساعته ئې دوام وکړ ۷ سره وسله وال جنگيالي چي يوه ئې موټر بم والوزاوه او نور شپږ ئې د افغان امنيتي ځواک يو عسکر يو بل پسې ووشتل او ووژل.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند حسيب صديقي د دغه پاکستاني افسر نوم بلال ښوولی دی او په اړه ئې نور جزئيات نه دي وړاندي کړي.

هغه رسنيو ته ويلي دي چي هغه موټر بم چي د پارلمان ودانۍ مخي ته د دوشنبې په ورځ وچاودېد، د افغانستان سرحد ته نژدې په پيښور کي جوړ سوی وو.

هغه دغه راز زياته کړې ده چي د دغه يرغل په اړه دوی د جون مياشتي پر ۱۰ نېټه لا خبر ول او ټينگ امنيتي تدابير ئې نيولي ول.

پاکستان تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي. د افغانستان او پاکستان اړيکي په دې وروستيو مياشتي کي ښې سوي دي. څه موده دمخه د دواړو هيوادونو استخباراتي ادارو د معلوماتو د تبادله کولو په برخه کي يو هوکړه ليک هم لاسليک کړ.

تر دې دمخه به هر وخت دواړو هيوادونو يو پر بل باندي د خپلي خاور په سرحدونو کي له ياغيانو سره د مرستي تورونه لگول.