پر لويو لارو امنيتي او ترافيکي پيښي ډيري سوي
۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبهد دغه کمېسیون غړود یکشنبې ورځي (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۸) په غونډه کي اندېښنه وښوده چې په دې وروستیو کې امنیتي او ترافیکي پېښو زیات شمېر افغانان وژلي دي، چې د دغو پېښو په مخنیوي کې چارواکي د پاته راتلو له اسيته گرم دي.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال میرزا محمد یارمند وکیلانو ته وویل، چي پر لویو لارو د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د ماینونو ځای پر ځای کولو هم سړکونه ویجاړ کړي دي چې له امله یې ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوي دي.
ښاغلي یارمند د زورواکانو له خوا ترافیکی قوانینو ته نه درناوی د ترافیکي پېښو د زیاتوالي یو بل ستر لامل ياد کړ. هغه د لویو لارو د امنیت ساتنې په اړه ده وړاندیز وکړ:
‹‹په دې برخه کې باید له ملي دفاع وزارت سره په همږغۍ د لویو لارو سروې وشي، چې د هماغې سروې پر بنسټ د لارو د امنیت ساتنې په موخه د اړتیا سره سم پرسونل وگومارل شي.››
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مرستیال عنایت الله نظري ډاډ ورکړ چې د لویو لارو د امنیت ساتنې پر پلان به له سره کتنه وکړي او په دې برخه کې یې ځیني گامونه هم پورته کړي دي. خو ښاغلي نظري بیا د ترافیکي پېښو ځیني نور لاملونه هم په ډاگه کړل:
‹‹د سړکونو تنگوالی، د شپې له خوا تگ راتگ، د موټر چلونکو بې خوبي، ځیني وخت موټروانان نشه وي او ځیني نور لاملونه ترافیکی پېښې رامنځته کوي.››
ها خوا د فواید عامي وزیر نجیب الله اوژن وویل، چي پر عامو سړکونو د بار وړونکو موټرو ناقانونه تگ راتگ هم ډیر سړکونه زیانمن کړي دي، چې دا هم په ترافیکو پېښو کې د زیاتوالي یو ستر لامل بلل کیږي.
اوژن وویل، د دې ستونزي د اوارۍ له پاره یې د وزیرانو شورا ته یوه طرح چمتوکړې ده، چې له مخي به یې باروړونکي موټر پر عامو سړکونو باندي اجازه نه لري. ده په دې برخه کې د ترانسپورت وزارت همکاري هم اړینه وبلله:
‹‹موږ د وزن معلومولو له پاره د گرځنده ترازو شبکې لرو، که چیري د ترانسپورت وزارت او عمومي ترانسپورت له موږ سره همکار نه وي او هغوی په خپله قانون ته درناوی ونه کړي سخته به وي چې دا ستونزه اواره شي، ځکه زه د شپې له خوا نه شم کولای چې ټولي لاري وڅارم.››
که له یوې خوا جگړو، هوايي بمباریو د افغانانو ژوند له گواښونو سره مخامخ کړی دی له بلي خوا ترافیکي پېښو هم تراوسه د زیات شمېر افغانانو ژوند اخېستی دی.
ترڅنگ یې پر لویو لارو د سړک د غاړي ماینونو چاودنو زیات شمېر افغانان وژلي دي چې تازه او وروستۍ پېښه یې د تېرې جمعې په ورځ په فراه ولایت کې د واده د مراسمو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وه چې د ښځو او ماشومانو په گډون نزدې ۱۷ ملکي افغانان پکښې ووژل شول.
محمد اسماعيل شکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل