1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر طالبانو بندیزونه پر افغان ورزشکارانو څه اغېزې لري؟

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

په افغانستان کې يو شمېر ورزشکاران وايي، چې پر طالبانو د لګول شويو بنديزونو له کبله په ډېرو نړيوالو سياليو کې له ګډون څخه منع شوي دي. خو د طالبانو د المپیک کمېټه په بهرنیو سیالیو کې د ورزشکارانو د ګډون خبره کوي.

https://p.dw.com/p/4Hn6S
Serbien | afghanische Boxer bitten um Asyl
د جمهوريت نظام پر مهال په افغانستان کې تر ٥٠ زيات ورزشي فدراسيونونه فعالیت کاوهانځور: Darko Vojinovic/AP Photo/picture alliance

دغه ورزشکاران ادعا کوي، چې د افغانستان په ورزشي سیستم کې  بې نظمي، د ورزشي تمریناتو له پاره د کافي بودیجې نشتوالی او د ځینو بهرنیو هيوادونو له خوا د وېزې نه ترلاسه کول دوی ناهیلي کړي دي.

د ترکیبي رزمي هنرونو د منتخب ټیم(ام ام اې) یو غړی خلیل احمد ناصري چې په روسیه  له سیالیو څخه پاته شوی، وویل: «په دې وروستیو کې د ورزش په برخه کې موږ له جدي ستونزو سره مخ یو. څو ورځي وړاندې مو د روسیې د ترکیبي رزمي هنرونو(ام ام اې) په سياليو کې د ګډون رسمي اجازه لرله چي هلته ولاړ شو، خو له ډېرو هڅو سره سره د وېزې نه ترلاسه کولو له کبله زه او زما ۱۲ همکاران په دغو سیالیو کې له ګډونه پاته شوو . دا موږ ډېر ناهیلي کړو.»

ولي هوتک: د سوک وهنې په سیالیو کې هم لوبېږم

ناصري همداراز وويل چې په افغانستان کې له وروستيو سیاسي تحولاتو وروسته د ورزش فدراسیونونه له پامه غورځېدلي چې دا د دې لامل شوی چې ډېری ورزشکاران له خپلو اوږد مهاله ورزشي رشتو سره خدای په اماني وکړي او سختو کارونو ته مخه کړي.»

(ام ام اې) د رزمي سپورټونو له ترکیبونو څخه ده چې مبارزه کوونکي یې کولی شي له سوکانو، څنګل، زنګون، لغتې او نورو ورزشي تخنیکونو کار واخلي.

د هرات يو اوسېدونکی احمد فرهاد موحد چې له څو کلونو راهیسې د کراټې په برخه کې کار کوي او په نړیوالو سیالیو کې يې ډېر مډالونه ترلاسه کړي دي دویچه ویله ته وویل چې په روان کال کې نه شي کولای تاجیکستان او هند هېوادونو ته سفر وکړي او د ویزې په برخه کې د ستونزو له امله په سیالیو کې برخه واخلي.

ده وويل: «د جمهوري نظام له ړنګيدو مخکې په نړيوالو سياليو کې د ګډون شرايط زموږ له پاره برابر وو او موږ وکولای شوای چې په ټولو سياليو کې د افغانستان نوم اوچت کړو. خو د طالبانو له راتګ او پر دغې ډلې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو وروسته په بهرنیو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ملاتړ او نه بلنې زه ډېر مایوسه کړم او زما پر ورزشي فعالیتونو یې منفي اغېز کړی دی.»

رپوټ: طالبان د ښځو ورزش منع کوي

په هرات کې د طالبانو ادارې د ورزش رياست هم دا تاييدوي چې د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو حکومت د په رسميت نه پيژندلو له امله افغان ورزشکاران په ځينو نړيوالو سياليو کې له ګډون څخه منع شوي دي.

د هرات ولايت د بدني روزنې رئيس ګلاب الدين خپلواک دويچه ويله ته وويل: «له بده مرغه د افغان ورزشکارانو بې احترامي ده. د بېلګې په توګه، د اوسني حکومت د په رسميت نه پېژندلو له امله زموږ ورزشکارانو ته د ځينو بهرنيو هيوادونو ويزې نه ورکول کېږي او ورزشکاران په نړيوالو سياليو کې ګډون نه شي کولاى.»

هغه د المپيک له ملي کمېټې او د نړۍ له ورزشي فدراسيونونو څخه وغوښتل چې د دې ستونزې د حل په موخه له افغان ورزشکارانو سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې اتل مشکواني چې د طالبانو د المپیک د څانګې د خپرونو مسوول دی، بېل نظر لري. هغه وايي چې د افغانستان سپورت د تېر کال په پرتله د فوټبال، کرېکټ، تکواندو او نورو برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې وده کړې ده.

په المپیک سیالیو کې د افغانستان کمرنګه حضور

هغه زياته کړه، چې څو ځلي افغان فوټبال لوبغاړي په دې توانېدلي دي چې اسيايي هيوادونو او آن ترکيې ته هم سفرونه وکړي او په نړيوالو سياليو کې برخه واخلي.

خو په افغانستان کې د ورزشي چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې د پام او رضایت د ترلاسه کولو له پاره په خپلو کړنو کې د پام وړ بدلون راولي.

د سپورټي چارو یو کارپوه روح الله سکندري وايي: «په حقیقت کې د افغانستان سیاسي وضعیت د افغان ورزشکارانو له پاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې او له بده مرغه له دوی څخه یې ډېر فرصتونه واخیستل. د بېلګې په توګه افغان ورزشکارانو ته په پام کې وه چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي او د افغانستان بیرغ پورته کړي، خو له دې ویاړه محروم شول. دا ستونزې افغان ورزشکاران تر فشار لاندې راوستل.»

هغه زیاته کړه چې د جمهوريت نظام پر مهال په افغانستان کې تر ٥٠ زيات ورزشي فدراسيونونه فعالیت کاوه خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي او نړيوالې ټولنې پرې  بنديزونه لګولي  د افغانستان د ورزش ډېر فدراسيونونه غير فعال شوي دي.