1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سعودي عربستان د شوي برید تور پر ایران لګول کیږي

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

جګپوړي امریکایي چارواکي په دې آند دي چې د سعودي عربستان د تیلو پر تصفیه خانې د برید تر شاه ایران دی او وایي چې د سپوږمکیو انځورونه ښيې چې دغه برید له یمن څخه نه دی شوی لکه حوثي یاغیان چې يې ادعا کوي.

https://p.dw.com/p/3Pemd
Saudi Arabien Luftbild Ölanlagen
انځور: U.S. government/Digital Globe/AP

امریکا متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۱۵مه) د سعودي عربستان د تیلو پر تصفیه خانه باندې د شوي برید تور پر ایران لګولی دی، که څه هم حوثي یاغیانو ادعا کړې ده چې برید دوی له یمن څخه تر سره کړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې «دلیل شته چې باور وشي موږ [د دې برید] تورن پیژنو.» هغه زیاته کړې ده چې متحده ایالات یوه غبرګون ته چمتو دی خو د سعودي عربستان معلوماتو ته انتظار باسي.

د متحده ایالاتو له لوري د سپوږمکیو پر مټ خپاره شوي انځورونه چې اسوشیتد پرس خبري آژانس اروزلي دي په بقیق کې د تیلو د یوې پروسس کوونکي فابریکې شا او خوا د ضربي ۱۷ نقطې تر سترګو کیږي. د ضربې نورې دوې نقطې د سعودي عربستان د خریص د تیلو په تصفیه خانه کې لیدل کیږي.

جګپوړو امریکایي چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې اوښتي زیانونه دا په ګوته کوي چې برید ښایي له عراق او یا ایران څخه شوی وي، نه د سعودي عربستان له سویلي ګاونډي یمن څخه.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې داسې نخښې نښانې شته چې کروز توغندی دی استعمال شوی وي.

لا تر اوسه سعودي عربستان او د تیلو ستر دولتي شرکت آرامکو، په دې هکله څه نه دي ویلي چې څومره زیان اوښتی دی. خو وروسته له هغې چې سعودي عربستان له نیمایي څخه زیات د تیلو تولید ودراوه، په نړیواله کچه د تیلو بیې لوړي شوي دي.

دغه برید سعودي عربستان دې ته مجبوره کړی چې د تیلو صادرات راکم کړي، او په دې ترتیب په نړیواله کچه پنځه سلنه د تیلو د تدارکاتو د راکمیدو سبب شوی دی.

د چارو پوهان اټکل کوي چې د یوه بیلر بیه به له پنځو څخه تر لسو امریکايي ډالرو لوړه شي، خو وایي چې د تیلو پر بیو اوږدمهاله اغیز په دې پورې اړه لري چې د څومره وخت له پاره به تولید له خلل سره مخامخ وي.

د یکشنبې په ماښام دونالد ترمپ وویل چې د دغه برید وروسته یې د امریکایي زیرمو څخه د تیلو د استعمال اجازه ورکړې ده. د روسیې او سویلي کوریا په شمول یو شمیر نورو هیوادونو ویلي دي چې دې ته ورته اقداماتو په هکله غور کوي.

ایران دغه تورونه ردوي

دغه برید د فارس په خلیج کې ترینګلتیا لا پسې زیاته کړې ده او ایران او عراق دواړو په برید کې خپله ښکیلتیا رد کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه تورونه د نه منلو وړ او بشپړ بې بنسټه بولي او هغه غندي.

د عراق لومړي وزیر عاد عبدالمهدي، هم دا رپوټونه رد کړي دي چې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې برید د دوی له خاورې تر سره شوی دی.

د لومړي وزیر د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې عراق «خپل اساسي قانون ته ژمن دی چې د نورو ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې د کوم تیري له پاره د خپلې خاورې د استعمالیدو مخه نیسي.»

د سعودي عربستان په مشرۍ یوه ائتلاف په یمن کې تر څلورو کلونو زیاتې مودې له پاره د شیعه حوثي یاغیانو پر وړاندې خونړۍ جګړه کړې.

دغه جګړې تر ۱۰۰۰۰ زیات کسان وژلي دي او نور په میلیونو کسان یې د لوږې او په آسانه د تداوي کیدونکو ناروغیو له کبله د مرګ تر پولې رسولي دي. د دې په بدل کې حوثي یاغیانو تر پولې ورهاخوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه تر سره کړي دي.

(ls,rs/aw sr/nz (AP, Reuters