1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر توره بوره بيا عمليات تر سره سوي

۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبه

ناټواو افغان امينتي چارواکو د چهار شنبې په ورځ وويل چي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پر پخوانۍ ستري اډې باندي په يو بريد کي 5 طالب ياغيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/QlDo
د توري بوري غرنۍ سيمه
د توري بوري غرنۍ سيمهانځور: dpa

د افغانستان په ختيځ کي توره بوره هغه مشهوره اډه ده چي ويل کيږي په افغانستان کي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته، اسامه بن لادن په کښي پټ ؤ.

د ننګرهار د امني قوماندان،عليشاه پکتياوال د رويترز خبري آژآنس ته ويلي چي په دې وروستو کي يو وار بيا په دغه تاريخي اډه کي طالب ياغيان سره راټول سوي ول ترڅو پر ناټو او افغان سرتيرو باندي د پراخو حملو بند وبست وکړي.

هغه وويل، مخکه له دې چي ياغيان خپل پلان عملي کي، لازمه وګنله سوه چي د هغو پر ضد په سيمه کي تصفيوي عمليات سرته ورسيږي.

توره بوره د پاکستان سره په سرحدي سيمه کي پرته ده او وخت په وخت طالبان او نور ياغيان لکه د حقاني د شبکې کسان د قبايلي سيمو څخه هلته ور اوړي او د افغانستان په دننه کي د بهرنيو ځواکونو پر ضد په بريدونو لاس پوري کوي.

د ننګرهار اميني قوماندان، پکتيوال، زياته کړه چي له ياغيانو سره د ناټو او افغان ځواکونو نښتي د پچير واګام په ولسوالي کي د چهارشنبې په شپه وسوې.

د نړيوال امينتي مرتسندوی ځواک آيساف په يوه وينا پاڼه کي راغلي دي چي پچير واګام چي د توري بوري غرونو پکښي پراته دي، د ناټو په هوايي بريدونو کي 5 ياغيان ووژل سول.

وينا پاڼه زياتوي چي په سيمه کي د ياغيانو د يو قوماندان د وژلو لپاره د دغه هوايي بريد امر سوی ؤ.

د ايساف په وينا پاڼه کي د ياغيانو د قومندان نوم نه دی ښودل سوی، خو زياته کړې يې ده چي:« وروستي رپوټونه ښيي دغه سړي په نوموړې ولسوالۍ کي د ځان مررګي بريدونو لپاره تياری نيوی.»

پخواني مجاهدين
پخواني مجاهدينانځور: AP

په ۲۰۰۱ کال کي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو څخه 9 کال وروسته هم د هندوکش د غرو په لمن کي پورت هيواد کښي امن نه دی راغلی.

د توري بوري اډه وروسته له هغه مشهوره سوه چي د نوموړي رژيم له نسکوريدو څخه وروسته امريکايي او افغان ځواکونو هڅه وکړه چي اسامه بن لادن او د القاعدې نور مشران په دغه سيمي کي ونيسي.

د متحده ايالاتو د سنا د مجلس د بهرنيو چارو د کميتي د 2009 کال يو رپوټ ويلي ول چي که چيري امريکايي ځواکونو منظم عمليات په توره بوره کي سرته رسولي وای، کولای يې سوای چي بن لادن ونيسي يا يي ووژني.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي امريکايي ځواکونو افغان مليشه يي ځواک چي مقصد يي پخواني مجاهدين دي د عملياتو واک ورکړی او له دي سره بن لادن وکړای سول چي له توري پوري څخه د خپل تيښيتي لپاره بندوبست وکړي.

د سنا د مجلس د بهرنيو چارو د کميټې په رپوټ کي راغلي دي چي د اسامه بن لادن په تښتي سره د افغانستان د رواني جګړې مسير بدل سو او نړيوال ځواکونه تر نن ورځي نه دي توانيدلي چي په دغه هيواد کي امن تينګ کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل