1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراين د روسيې يرغل ته جواب

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۷, جمعه

لوېديځوال د اوکراين او اروپايي ټولني دغړو هيوادونو ترمنځ يو ښکاره سرحد ټاکلی. په عينی حال کي اوباما ويلي دي چي د روسيې کړه وړه به «بې له عواقيبو» پاته نه سي. د اوکراين کړکېچ اوس خپل وروستي ټکي ته رسېدلی دئ.

https://p.dw.com/p/1D3Tg
انځور: picture alliance/AP Photo

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما وايي چي د اوکراين په کړکېچ کي به په وسلې سره مداخله ونه کړي. اوباما په سپينه ماڼۍ کي وويل «موږ به هيڅ ډول پوځي اقدام ونه کړو.» اوباما ويلي دي چي دا کار ځکه نه کوي چي اوکراين د ناټو غړی هيواد نه دئ.

اوباما دا هم روښانه کړه چي د ناټو له هر غړي هيواد څخه به «سخته دفاع» وکړي. د اوکراين څو گاونډي هيوادونه د ناټو غړي دي.

نوي تحريمونه

په عينی حال کي اوباما ويلي دي چي د روسيې پر وړاندي نوي تحريمونه په پام کي لري. د آلمان له صدراعظمي انگيلا ميرکل سره تر يوه تيلوني تماس وروسته اوباما ويلي دي چي دواړه پر دې باندي موافق دي چي د اوکراين په ختيځ کي د زورزياتي مسئوليت د مسکو پر غاړه دئ.

هغه ويلي دي چي ټوله نړۍ کولای سي د اوکراين په ختيځ کي د روسي ځواکونو حضور په انځورونو کي راسره بدرگه کي. «دا بايد بې له عواقبو» پاته نه سي. اوباما زياته کړه چي «بېلتون غوښتونکي د روسيې له خوا مجهز او روزل کيږي او مالي ملاتړ ئې کيږي.»

روسيې قصداً د اوکراين حاکميت تر پښو لاندي کړی دئ. د مسکو په مداخله کي اوس هيڅ شک و شوبه نه سته. خو اوباما د «حملې» کلمه پر خوله رانه وړه.

پوروښينکو ته بلنه

اوباما امريکا متحدو ايالاتو ته د پيترو پوروښينکو د سفر اعلان وکړ. هغه به په سپتمبر مياشت کي په سپينه ماڼۍ کي د اوکراين د جمهور رئيس هرکلی وکړي. له هغه وخته راهيسي چي پوروښينکو د اوکراين جمهور رئيس سوی دئ دا به ئې واشنگټن ته لومړی سفر وي.

د پنجشنبې په ورځ د اوکراين کړکېچ نور هم ژور سو. د کيف مشرتابه پر روسيې باندي تور ولگاوه چي روسي ځواکونو له روسيې سره په سرحد کي د اوکراين څو مهم کلي نيولي دي.

خو د اروپا د امنيت او همکارۍ په سازمان کي د روسيې استازی اندرې کلاين، بيا له دې خبري سره مخالف دئ. هغه د «نوازوسک» د ښاروال په حواله ويلي دي چي اوکرايني عسکرو هغه مهال خپله قرارگاه پرې ښودله چي د بېلتون غوښتونکو د توپخانې تر يرغل لاندي راغلل.

ټانکونه او توغندي

د چهارشنبې په ورځ اوکرايني چارواکو خبر ورکړ چي د روسيې يو پوځي کاروان له سوونو ټانکونو او توپونو سره تر سرحد ور اوښتی دئ.

ناټو ويلي دي چي د اوکراين په ختيځ کي په سوونو روسي عسکر د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. د ناټو يوه وياند په بروکسل کي ويلي دي چي له سپوږمکۍ څخه اخيستل سوي عکسونه ښيي چي د روسيې پوځ يو زغروال کاروان د اوکراين په خاوره کي فعاليت کوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه

د ناټو غړي هيوادونه استازي نن د جمعې په ورځ په بروکسل کي يوه بېړنۍ غونډه کوي. دغه استازي به د غونډي په پای کي به د ناټو- اوکراين کمېسيون په چوکاټ کي له اوکرايني استازو سره هم وويني.

د شنبې په ورځ بيا په بروکسل کي د اروپايي ټولني غونډه ده، چي د اوکراين جمهور رئيس پيترو پوروښينکو به هم گډون پکښي ولري. په دغه غونډه کي کېدای سي پر روسيې باندي د نوو بنديزونو خبره هم راپورته سي.